جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد طالبانو حکومت نور رېنجر ګاډي نه کاروي

د طالبانو حکومت نور رېنجر ګاډي نه کاروي

تاند ( شنبه د تلې – میزان ۱۳مه)د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې ځواکونه یې تر دې وروسته رېنجر موټر دروي او نور یې نه کاروي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه وېډیو پیغام کې ویلي چې، دوی د رېنجر پر ځای نور ګاډي کاروي.

قانع زیاته کړې چې، د رېنجر پر ځای به داسې ګاډي وکاروي چې د افغانستان له جغرافیې سره جوړ او د امنیت و خدماتو په چمتو کولو کې تاثیر لرونکي وي.

نوموړي روښانه کړې نه ده چې کوم موټر به د رېنجر پر ځای کاروي.

طالبانو ویلي چې، رېنجر موټر ډېر سون توکي سوزوي او د تخنیکي ستونزو د حل پرمهال یې پرزې قیمته دي.

د موټرو تخینکي انجینران وایي، رېنجر ځواکمن ګاډي دي.

دغه ګاډي افغانستان ته د امریکا د راتلو سره د جمهوریت پرمهال  د افغان حکومت ځواکونو ته ورکړل شول.

په خواله رسنیو کې هم د طالبانو د حکومت د دغه اقدام په تړاو خلکو بېلابېل نظریات څرګند کړي، چا ستایلی او چا بیا نیوکه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب