جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+موزیلا کامن د پښتو لپاره یو مناسب فرصت‎

موزیلا کامن د پښتو لپاره یو مناسب فرصت‎

پښتو ژبه چي میلیونونه وګړي ورباندي خبري کوي، یوه له مهمو، تاریخي، کلتوري او روانو ژبو څخه شمېرل کېږي. تقریباً د ننګرهار څخه تر لویې پکتیا او له غزني تر کاکړستانه پوري ټول پراته پښتانه په هم دې خوږې ژبي ږغېږي. په دې وروستیو څو لسیزو کي پښتو ته خپلو پښتنو په تحقیقي، آدبي او نورو برخو کي ګڼ شمېر چوپړونه ووهل او اوس هم په لر او بر وطن کي پښتانه فرهنګیان او شاعران د دې ژبي د لا خدمت په موخه لګیا او تر خپله وسه ئې هڅې نه دي سپمولې. دا چي د یوویشتمي پېړۍ په درېیمه لسیزه کي ټیکنالوژي خپل اوج ته ورسېده او د Al انقلاب مخ پر بې ساري څرخون او ودي روان سو نو په همدې ترڅ کي ئې پر ډېرو برخو د اغېز سره سره پر ژبو هم خپل تاثیر خپور کړ. د نورو ملتو وګړي د دې ټیکنالوجیکي دوران سره تر خپله وسه مطابق مخته روان دي. او ځانونه او د ژوند ډول ئې ورسره عیار کړی دئ. که پښتو ژبه د میډیا، ټیکنالوژي او Al نړۍ ته نسوه ور داخله نو تر ډېره حده امکان دئ چي دا ژبه په راتلونکو څو لسیزو کي خپل ارزښت او هویت د لاسه ورکړي. پښتو تر کرښې ها خوا یوازي ۱۰ فیصده پاته ده. پاته ۹۰ فیصده ورکه سوې ده. که له یوې خوا پر پښتنو سیاسي اغېزې وې او له بلي خوا د ټکنالوژي داسي بې ساری پرمختګ؛ نو لیري نه ده چي خپله ژبه او فرهنګ به له لاسه ور کړو. او راتلونکي نسلونه او اولادونه به مو بې هویته، بې فرهنګه او بې وطنه د اوسنیو کُردانو په برخلیک اخته سي. د دې لپاره چي په راتلونکي کي پښتو د Al، ټیکنالوژي او هر راتلونکي افلکیشن په ذخیره کي موجوده و اوسي، لکه څنګه چي موږ غواړو هغسي چټ جې پي ټي / ChatGPT تلفظ راته وکړي، الکترونیکي تحقیق و کولای سو. د Al د موډلونو او چارو په مټ ژر څېړنه و کوو، یوڅه وژباړو نو د اوس لپاره ئې تر ټولو ښه لاره د موزیلا نومي سیسټم دئ. که موږ په نقشه کي د کابل ښار د کوم ځای سرچ و کوو، هلته به د هغه ځای نوم په پښتو را اړوي، که ChatGPT ته د خبرو وایو نو تلفظ به په لږ او ډېر تغیر د پښتنو غوندي کوي. دا کار په اوس وخت کي د موزیلا په مټ شونی دئ. راځئ خپل هویت، ژبه او فرهنګ په ګډو بډایه، غني او د نړۍ د بې ساري پرمختګ سره عیار کړو.
موزیلا څه شی ده؟
موزیلا / Mozilla یو نړیوال غیر انتفاعي بنسټ او ټیکنالوژي ده چي د نړۍ د تقریباً ټولو ژبو لپاره د میډیا په برخه کي سهلوتونه را منځ ته کوي. دا بنسټ د انټرنیټ د  سرچینې Open Source پروژو د جوړولو او پرمخ وړلو لپاره مشهور دئ. په اوس مهاله عصر کي د همدې موزلا کامن وایس د ږغیږي ټکنالوژي له لاري د پښتو راتلونکی جوړېدای سي. پښتو ژبه چي د افغانستان او د کوزي پښتونخوا د وګړو روانه ژبه ده، د تاریخ په اوږدو کي ئې د بډایه تاریخ، کلتور او شفاهي روایتونو بار پر اوږو وړی دئ. خو د مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټل بدلون په دې زمانه کي، پښتو له نړیوالې ټیکنالوژۍ څخه بېخي څنډې ته پاته سوې. په داسي حال کي چي انګلیسي، چینایي او آن کوچنۍ اروپایي ژبي د AI سیسټمونو یوه برخه ګرځېدلې دي. پښتانه په دې برخه کي اړ ایستل سوي چي له ټیکنالوژي سره په پردیو ژبو اړیکه ونیسي.
 د Mozilla Common Voice پروژې له لارې موږ هغه بنسټ ایږدو چي پښتو به پرې د ډیجیټل زمانې لپاره پیاوړې سي. هره لیکل سوې جمله، هر ثبت سوی ږغ، او هر تاید سوی کلیپ یوازې یوه مرسته نه ده، بلکې  د پښتو د ټکنالوژۍ په بنسټیزه ودانۍ کې یو خښته ايښول دي. دا چي ږغ د انسان او ماشین د راتلونکو اړیکو ژبه ده. له هوښیار مرستیالانو او ترانسکرېپشن سیسټمونو څخه نیولې، تر تعلیمي پلیټفورمونو او روغتیایي خدماتو پورې، د ږغ پېژندنه په چټکۍ سره د نړۍ د ټکنالوژۍ یوه محوري برخه ګرځېدلې ده. خو بې له لوړ کیفیت لرونکي ډیټا هیڅ یوه ژبه په دغو سیسټمونو کي په کره توګه استازیتوب نسي کولای. د خوږې او وروسته پاته پښتو لپاره همدا تشه ډکول پکار دي. زموږ کار په Common Voice کي دا تشه ډکولای سي. دا د زرګونو جملو او سلګونو ساعتونو د ثبت او تاید له لارې موږ ډاډمنوي چي پښتو به نور له ډیجیټل او راتلونکي څخه نه پاتېږي.
د موزیلا په مټ موږ پښتو ته څه کولای سو؟
۱ – د تنوع ساتنه: پښتو یوه واحده بڼه نه لري. له کندهاره تر ننګرهاره، له پېښوره تر کوزې پښتونخوا پورې بېلابېلي لهجې لري. زموږ ډیټاسټ دا تنوع خوندي کوي څو راتلونکي سیسټمونه ټول پښتانه درک کړي.
۲- د AI لپاره بنسټ جوړول: هر تاید سوی کلیپ د ږغ او متن یوه جوړه ده. دا جوړې د مصنوعي ځیرکتیا خام مواد ماشینونو ته ورښيي چي د پښتو ږغونه څه ډول دي؟
د موزیلا له لاري موږ کولای سو د پښتو ژبې بېلا بېل لهجوي ږغونه ثبت او خوندي کړو. دغه راز د پښتو ناولونه، لنډي کیسې او د نورو مختلفو آثارو جملې پکښي ثبتولای سو. چي په راتلونکي کي  ټیکنالوژي د پښتو سره آشنا کېږي، او موږ ته د تحقیق، لوستلو او ویلو په برخه کي پخپله ژبه زمېنه برابروي. دا کار ډېر آسانه دئ راځئ چي هره ورځ نیم ساعت یا یو ساعت موزیلا ته د ثبت، تاید او د جملو د اضافولو لپاره ځانګړی کړو، تر څو ژبه مو د سیالو ژبو سره سیاله او غني سي.
ذبیح الله شفق
۲۰۲۵/۹/۲۸ – یکشنبه، کابل میرویس میدان (کوټه سنګي)

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب