اسدالله بلهار
مرحوم حیات خان د اندړو ولسوالی د ډیرو پخوانیو ښوونکو څخه ګڼل کیده، مرحوم حیات خان د علیخان زوی او د ظفرخان لمسی له نن څخه نژدې اته نوي کاله وړاندې د شلګر په ډیوي کلي کې نړۍ ته سترګې وغړولي. خپلې لومړنۍ زده کړې یې لکه د سیمې د نورو ماشومانو په څیر له جومات نه را پیل کړې، کله چې مکتب ته د تللو شو نو بیا په سیمه کې د ډډي د کلي په لومړني ښوونځي کې شامل شو، تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې وکړې. یوه موده یې په دارالتحریر کې زده کړو ته دوام ورکړ. د ده د نژدې خپل” محمد عارف حقمل” د معلوماتو له مخې وروسته یې د عسکرې مکلفیت موده تیره او له را ستنیدو سره سم یې د چنګاه په منځني ښوونځي کې د ښوونکي په توګه دنده تر لاسه کړه، چې په دې توګه یې اوږده موده په عملي ډول د هیواد د بچیانو په روزنه کې ونډه واخیسته.
د علي هجویري ښوونځی
کله چې زه د دې کرښو لیکونکی په لومړي ځل د اندړو ولسوالي د علي هجویري لومړني ښوونځي ته د شاملیدو په نمت پلار له خپل مشر ورور معلم صاحب رحمت الله جلالزي او د کاکا له زوی معلم صاحب عبدالله جلالزي سره واستولم، لمرینه او خوندوره ورځ وه، ناڅاپه مې یوښایسته ښوونځی ولید، پکې ګردې او ببرې د غوزبې ونې د جنوب لورې یوې برخې کې یې دنګ چنارونه ولاړ وو، منظم لښتې، پټې او نورې لویې او وړې ونې او د لوبو میدانونه ولیدل اک حیران شوم، په مخ کې مې یوه لویه ودانۍ چې غټې غټې نخودې رنګه کړکۍ یې لرلې ولاړه وه سیمټې چوتره یې هم د دریو ستنو په مټ پوښل شوې وه، د دغې ودانۍ دننه لیدو ته مې تلوسه شوه. خو موږ ټول یې د همدې سمټې چوترې مخې ته چې ښایې یو متر یا څه زیاته به د ځمکې له سطحې لوړه وه لین ودرلو، پاس د ښوونځي ښوونکي ولاړ و. یو تن را مخکې شو، له تورې دریشي سره یې سپین یخن کاک اغوستې و او توره قره قلی خولۍ یې په سر وه. دا نو ټیک ۱۳۵۳ کال و. دغه سړي په لږ لوړ غږ یې وویل: زده کوونکو ستړي مه شئ! بیا یې نورې خبرې هم وکړې چې سمې مې په یاد نه دي. له څه خبرو وروسته یې داسې اعلان وکړ: ـ د اتم، اوم، شپږمو ټولګیو زده کوونکي دې په منظم ډول خپلو ټولګیو ته لاړ شي! بیا یې همداسې د نورو ټولګیو زده کوونکو ته سپارښتنې کولې، ترڅو چې د نویو« جدیدشمولو» وار هم را ورسیده. موږ ته یې مخ را واړاوه له دې سره یې د لاس ګوته کیڼ لورې ته ونیوه او و یې وویل: بچیانو تاسې هغه مخامخ دیوال چې توره تخته ورته ولاړه ده وینئ؟ موږه کیڼ لورته وکتل او بیا مو په یوه غږ وویل: هو معلم صاحب!
دی زموږ له دغه غږه سره موسکی شو، زیاته یې کړه تاسې به هالته په هوارشوې ټغر باندې یوه لحظه کینۍ! خوښه مو ده؟
هو، معلم صاحب او له دې سره مو لین ګډ وډ شو. دا مهربان د دریشي سړی معلم صاحب حیات خان و.
ما هم مکتب ته واچوه؛
د کاکا زوی مې راته وویل: در چټک شه چې ځای ونیسو! زه او د کاکا زوی مې چې اوس ښوونکی دی «عبدالله جلالزی» هم د دیوال په لورې په منډو شوو، په لومړي صف کې مو د ناستې ځای پیدا کړ. خپل پلاستکې بوټونه مو راته مخې ته له ټغر نه هاخوا په ځمکه کیښودل، شاوې مو لمر ته وروګرځولې، ډیر خوند یې کاوه.
لږ وخت تیر شو چې درۍ تنه ښوونکي راغلل، له تختې سره ودریدل، په خپلو کې سره غږیدل، بیا همدې ښوونکي وویل: – تاسې به نن په مکتب کې شامل کړو، یوه هلک لږ په لوړ غږ وویل: ما هم مکتب ته ور واچوه. یوه بل هم پسي همدا خبره وکړه، ما هم مکتب ته واچوه. شور او ځوږ جوړ شو. ښوونکي تر زده کوونکو خوشحاله و. زما په اند یوازنی کس چې خپه و هغه زه وم.
شیبه وروسته دوو کسانو دوه اوږدې چوکۍ را ورسولي، یو ښوونکی له تورې تختې سره ولاړ و او دوه نور یو د تختې یوې خواته او بل هم بلې خواته په چوکيو کیناستل. د ولاړ ښوونکي په لاس کې سپین تباشیر لیدل کیده، لومړی یې یو هلک تختې ته ور پورته کړ، د الفبا څو توري یې ورته ولیکل او بیا یې هغه ته وویل: دا ووایه، هغه ښه تیز تیز ورته ولوستل، ناست معلم صاحب د نوم، د پلار نوم او کلي پوښتنې ورڅخه وکړې او په یوه اوږده کتاب کې چې هغه په حقیقت کې د حاضرې کتاب و ولیکل، د پوښتنو او ځوابونو د ورکولو او بیا په هغه کتاب کې د نوم لیکنو لړۍ پیل شوه. تر ما مخکې زما د اکا زوی تختې ته ودریده، هغه هم بریالی او شاباس یې هم ورته ووایه، کله چې یې زه تختي ته ور وغوښتلم، نو ښوونکي راته ولیکل« آس» او راته یې وویل: – ووایه دا څه لیکل شوي دي. ما په لږ ټیټ غږ ورته وویل: ” اس” ښوونکي راته بیا وویل: – کوم، کوم ټکي دي. ما ورته په ځواب کې وویل: الف دی سین دی اس، ښوونکي مد ته ګوته ونیوه او ویې وپوښتلم دا څه شي دی؟ بس نور زه هم د ټینګي نه وم او په ژړا شوم. زما له ژړا سره سم خدای بښلي معلم صاحب راته وویل: کینه شاباش کینه، بیا یې زما د کاکا زوی ته وویل: دی لا کوچنی دی سږ یې په مکتب کې نه شاملوو کال ته به یې شامل کړو. زه لا هم غریو نیولی وم او سونګل مې…
ډوډۍ وخورۍ چې تاوده شئ
په بل کال نو بیا له کومې ستونزې پرته ښوونځي کې شامل شوم او هره ورځ به مې په ښوونځي کې معلم صاحب حیات خان لیده، خودا خبره به یې راته کوله، افرین مکتب کې خانده، ژړا مه کوه…کله چې څلرم ټولګي ته ورسیدو نو معلم صاحب زموږ د دیني ښووني ښوونکي شو، دوه ښوونکي مو نور هم درلودل، ما د ښوونځي له پیل نه بیا تر هغه وخته چې زموږ همدا ښوونځي وسوځول او بند شو د ښوونکي صاحب حیات په لاس کې لښته او یا د وهلو ډبلو له پاره کوم څه ونه لیدل، خدای بښلو، معلم صاحب ظریف خان به یوه کوچنی ربړ، مرحوم معلم صاحب روزیخان به یوه لښته، معلم صاحب نعمت الله خان به هم بیا په تندي باندې په ګوته مظبوط وهلو، معلم صاحب فاروق بیا درنې څپیړې په مخ راکولې، مرحوم معلم صاحب سلطان محمد خان او معلم صاحب اسلم خان به هم کله کله لښته ورسره ګرځوله، خو معلم صاحب معلم نبي خان د غزني ښار، مرحوم معلم صاحب نورمحمد خان د ډیوې، معلم صاحب غلام محمدخان د رحیم خیلو چې هغه به هم دینیات راته وایه، هیڅکله هم څوک نه وهل، ښه مې یادیږي چې موږ به ښوونځي ته په بکسیو او دستمالونو کې له کتابونو سره ډوډۍ هم وړله، چې هغه به مو یوازې د تفریح په وخت کې خوړله، یوه ورځ چې د مني ورځي وي هوا سړه وه، مرحوم ښوونکی حیات خان ټولګي ته راغی، زموږ حال یې چې ولیدو ټول له یخنۍ لړزیدو نو یې وویل: – کتابونه خلاص کړۍ او ډوډۍ هم خورئ چې تاوده شئ، دا لومړی ځل و چې په صنف کې مو د ښوونکي په مخ کې ډوډۍ خوړله، ډیرخوشحاله شوو.
مرحوم معلم یوه موده بیا بې دندې شو، جنګونو زور واخیست، یو زوی یې هم د جنګونو په اړدوړ کې شهید شو. ډیر پریشانه شو، کله چې بیا خلې د علي هجویري منځی ښوونځی چې اوس لیسه ده فعال شو، دی په کې د سرمعلم په توګه په دنده وګمارل شو. بیا نو د سرمعلم حیات په نوم هم یادیده. د سیمې خلک، ښوونکي او زده کوونکي یې کار او د روزنې له بهیره خوښ وو. مرحوم سرمعلم صاحب حیات خان په ۱۳۸۳ کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي. په ګور یې نور.