تاند(دوشنبه. د تلې/میزان ۷ مه) قطر اعلان وکړ چې د امریکا د یوه وګړي، امیر امیري، د خوشې کېدو منځګړیتوب یې کړی دی، چې په افغانستان کې نیول شوی و. هغه اوس د دوحې پر لور روان دی او وروسته به خپل هېواد ته ولاړ شي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر، ډاکتر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، د افغانستان د سرپرست حکومت او د امریکا د متحدو ایالتونو د همکارۍ ستاینه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې قطر تل هڅه کوي د شخړو، اختلافونو او پېچلو نړیوالو موضوعاتو د سولهییز حل لپاره د منځګړیتوب هڅې پیاوړې کړي. د ده په وینا، د قطر بهرنۍ تګلاره پر دې ولاړه ده چې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د ستراتیژیک انتخاب په توګه د خبرو اترو فرهنګ ته وده ورکړي.
امیري ۹ میاشتې له طالبانو سره بندي و.
د امریکايي بندیانو په اړه د زلمي خلیلزاد غوښتنه او نظر
هغه زیاته کړه چې دا ګام د مستقیمو خبرو د هڅونې او د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه انګېزه ده، چې د متقابل تفاهم په پراختیا او د پاتې موضوعاتو د حل لپاره د مثبتې فضا په رامنځته کولو کې مرسته کوي.
تر دې انکشاف وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ایکسپاڼه کې په یوه تازه پوسټ کې لیکلي و: « د خپلو ملي ګټو د پرمختګ لپاره، افغانستان او متحده ایالات د لا ښه اړیکو په لټه کې دي. یو عاجل او فوري خنډ د بندیانو او یرغمل شویو مسئله ده. دواړه خواوې هڅه کوي چې دغه خنډ له منځه یوسي، او داسې ښکاري چې طالبان دې ته رسېدلي چې د هغوی په لاس کې امریکایان د شتمنۍ پر ځای یو بار دی. دوی سم فکر کوي. د ټرمپ ادارې په بهر کې د نیول شویو امریکایانو په تړاو کلک دریځ له یوې خوا او له بلې خوا د طالبانو پر لور لاس اوږدول په ښکاره ډول د دې بدلون سبب شوي دي. زه هیله لرم چې ډېر ژر به په دې برخه کې جدي پرمختګ وشي.»