جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه پاکستان کې د آی ایس آی په همکارۍ د یو شمېر...

په پاکستان کې د آی ایس آی په همکارۍ د یو شمېر افغانانو غونډه

تاند(دوشنبه. د تلې/میزان ۷ مه) د افغانستان د سیاسي ډلو دوه ورځنی غونډه سبا (د دوشنبې په ورځ) په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

د راپورونو له مخې، دا غونډه، چې د پاکسصتان د استخباراتي ادارې په همکارۍ د یوه پاکستاني انستیتیوت له لوري بلل شوې د «وحدت او باور پر لور» نومول شوې ده.

 د غونډې هدف، ظاهراً د افغانستان د مشرانو، ډلو استازو او فعالانو ـ ښځو او نارینه‌وو ـاو د هغوی د پاکستاني سیالانو ترمنځ د رغنده خبرو لپاره زمینه برابرول دي.

ویل شوي چې غونډه په دوو اساسي برخو کې ترسره کېږي: لومړی د افغانستان د راتلونکي، د خلکو پر بنسټ د نظام د اړتیا او د ښځو پر ماناداره ګډون د مشرانو او استازو د نظرونو تبادله؛ دویم د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، باور جوړونه او د سیمه‌ییزو ستونزو د حل لپاره د خلکو پر محور د لارو چارو موندل.

د غونډې د ترتیبوونکو له لوري له خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، دا غونډه د «متقابل تفاهم د پیاوړتیا، د همغږۍ د ښه‌والي او د ګډو اصولو د تعریف» لپاره جوړه شوې، څو د قانون پر بنسټ د حکومتولۍ ټینګښت، د ثبات رامنځته کول او د ښځو د حقونو او ګډون پر ژمنې بیا ټینګار وشي.

د غونډې تنظیموونکو همدارنګه ټینګار کړی چې دغه ناسته کولای شي د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ انساني اړیکې پیاوړې کړي او د دوامدارې سولې او پرمختګ لامل شي.

دا غونډه مخکې درې ځله ځنډول شوې وه: لومړی د جون پر ۲۵-۲۶، بیا د جولای پر ۲۵-۲۶ او دریم ځل د اګست پر ۲۵-۲۶ نېټه.

ظاهراً غونډه هغه مهال وځنډول شوه چې د هغې پر هدفونو او په جوړولو کې یې د آس ایس آی پر رول

انتقادونه وشول.

خو پاکستاني رسنیو ادعا کړې وه وچې د طالبانو د اندېښنو له امله دا غونډه ځنډول شوې وه، ځکه چې د دوی پر ضد د ځینو څېرو د ګډون خبره راپورته شوې وه.

د رسمي لېست پر بنسټ، ۳۶ سیاسي څېرې، عمدتاً متنازغ، مدني فعالان، ښځې او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا او د سولې او عدالت د ملي حرکت غړي دې غونډې ته بلل شوي دي.

د تاند یوټیوب چاینل سبسکرایب او ویدیوګانې لایک کړئ

2 COMMENTS

  1. تف لعنت په هغو ښځو مدني دلالانو اشرارو خنزیرانو او هر بل څوک سي د افغانستان ولس په ازلي دښمن کافرستان کې غوڼډه کوي. دغه بې ضمیره سوډران سي لا تر اوسه تور یهودي پنجابي ته ور روان او ددغه تور دجال په خاوره کې راټولیږي. 😡👎

  2. (هم می ووژنی په خپله هم پرماباندي ژړاکړي ) داقضیه ددوحالوخالي نده یاخوداپاکستانیان خورا بیعقل دي اویاډیربي شرمه، بیعقل ندي خوبیشرمه لایتناهي دي . اوهغه زموږ دا خودومره سبي سوی دي چي پاکستان ته ئی هم امید وو اودی په هرقسم چي کیږي چي داقدرت ودوي ته دهرچا له خواچي وي اوپه هرنوع شرایتوچي وي ورکړي چي دوي بیا خپلی داړي په دغه بیچاره خلګوولګوي. صبا مری ،بیا به مومړی داخپل خپلوان لکه سپي پرډیران وغورځوي. لیري نده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب