جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهخلیلزاد: د طالبانو له ‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام...

خلیلزاد: د طالبانو له ‌لوري د امریکايي وګړي خوشې کېدل مثبت ګام دی

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۷مه) د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي ازادېدل یو مثبت ګام دی.

هغه نن دوشنبه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو له بنده د امریکايي وګړي امیر امیري له خوشې کېدو هرکلی کوي او دا د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو ښه‌والي کې یو مهم او مثبت ګام دی.

خلیلزاد هیله څرګنده کړې چې د نورو امریکايي زندانیانو مسله هم په ښه توګه حل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره شپه د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر سره لیدنه کې وویل، د امیر امیري په نوم یو امریکايي وګړی یې له بنده ازاد کړی.

هغه ویلي، د طالبانو دغه ګام د دې ښکارندویي کوي چې مسایل د ډیپلوماسۍ له لارې حل کېدی شي.

د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر هم د یاد امريکايي وګړي د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی او دا يې ښه شېبه بللې.

هغه هيله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت سره په پاتې مواردو هم خبرې دوام پيدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...