Homeخبرونه‏نریندرا مودي: د کرکټ بریا د « سِندور عملیات» په نوم د...

‏نریندرا مودي: د کرکټ بریا د « سِندور عملیات» په نوم د کرکټ په ډګر کې یوه بریالۍ ننداره ده

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۷مه) د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي د پاکستان پر وړاندې د هند کرېکټ ملي لوبډلې د بریا نمانځنه د « سِندور عملیات» په نوم د کرېکټ په ډګر کې یوه بریالۍ ننداره ده.

مودي ویلي، هند بریالی دی او پایله همغه ده.

مودي د «همغه» کلمې په ویلو د هند او پاکستان د وروستۍ جګړې بریا ته اشاره کړې ده.

نوموړي د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له پاکستانه د لوبې ګټلو له امله د مبارکۍ مراتب وړاندې کړي.

د « سِندور عملیات» نوم هغو بریدونو ته کارول شوی چې د هند حکومت د کشمیر د پهلګام سیمې پر سیلانیانو د برید په غبرګون کې ترسره کړل.

په دې عملیاتو کې د هند پوځیانو د پاکستان دننه نهه سیمي هدف ګرځولې وې.

نوي ډیلي هغه مهال ویلي وو چې د ترورېستي ډلو پټنځي یې په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د کرېکټ اسیايي شورا مشر او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي څخه د اتلولۍ جام له اخېستو ډډه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...