تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۷مه) د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د روان کال لومړۍ نیمایي کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ۱۴زره ۸۲۹بهرنیو وګړو هېواد ته تګ، راتګ کړی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې په یاد شمېر بهرنیانو کې د ۴۲۰ ښځو په ګډون ۸ زره ۹۶ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۰۳ ښځو په ګډون ۶زره ۷۳۳نور بېرته وتلي دي.
د طالبانو د احصایي ادارې همداراز ویلي، د بهرنیو وګړو له ډلې یې ۱۳۱۵تنه د سیاحت او ۶زره ۷۸۱تنه د کار او زدهکړو په موخه راغلي دي.
شمېرې ښيي چې د راغلو بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر ۵زره ۴۶تنه د نیمروز بندر له لارې هېواد ته دننه شوي دي.