جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهتېره اونۍ پر ریللار څه باندې ۱۰۴ زره مټریک ټنه صادرات او...

تېره اونۍ پر ریللار څه باندې ۱۰۴ زره مټریک ټنه صادرات او واردات شوي

تاند (دوشنبه د تلې ـ میزان ۷مه) د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي چې له تېرې اونۍ راهیسې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۱۰۴ زره ۱۷۹ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه انتقالات د ( ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۲۸مې څخه د ميزان تر ۳مې) نېټې پورې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې د حیرتان بندر له لارې (۷۳۰۸۰) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۴۵۲۷) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۶۷۷۴) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۹۷۹۸) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۱۰۴۱۷۹) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۱۹۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.”

ټولګټو وزارت همداراز ویلي، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب