تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) راپورونه وايي، وروسته له هغه چې طالبانو په ټول هېواد کې انټرنېټ بند کړ، د کابل په هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ ټولې الوتنې لغوه شوې.
د سرچینو په وینا، د آریانا افغان هوایي شرکت یوه الوتنه چې د ماښام په ۶ بجو د دوبۍ پر لور روانه وه او د کام ایر یوه الوتنه چې د ماښام په ۸ بجو استانبول ته ټاکل شوې وه، د لغوه شویو الوتنو له ډلې وې.
سرچینې زیاتوي چې آن د هوايي ډګر چارواکو ته هم د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه له مخکې خبر نه و ورکړل شوی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوشنبې په ماسپښین په ټول هېواد کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړ.
طالبانو د سپټمبر په منځ کې په بلخ کې د نوري فایبر انټرنېټ بندېدا پیل کړه او د دوشنبې تر ماسپښینه یې دا لړۍ ۱۷ ولایتونو ته غځولې وه، چې څو ساعته وروسته ټول هیواد ته وغځېده.
دې غیور او باتور ملت سره ددې نه هم زیات ظلم پکار دی. تر څو چې تنفس هم د طالب په اجازه نشي دوی نه خوشحالیږي. زنده باد باتور افغان ملت.