تاند(سې شنبه. د تلې/میزان ۸ مه) یوازې څو اوونۍ وروسته له هغه چې د طالبانو چارواکو په ګڼو ولایتونو کې د نوري فایبر انترنیټ بند کړ. افغانستان د نړۍ له انترنیټي شبګې سره تقریباً بې ارتباطه شوی دی.
د سایبري امنیت او د انټرنېټ د څارنې بنسټ «نیټ بلاکس» د دوشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي:
«په افغانستان کې اوس پر انترنیټ بشپړ بندیز دی، ځکه چې د طالبانو چارواکي د اخلاقي تدابیرو د پلي کولو په موخه د څو شبکو اړیکې په پرلهپسې ډول پرې کړې. د ټیلیفون خدمتونه هم اغېزمن شوي دي.»
د فرانسې خبري اژانس (AFP) راپور ورکړی چې طالبانو د روانې میاشتې له پیل راهیسې په څو سیمو کې د لوړ سرعت انټرنېټ بند ګړی.. «CBS News» هم په خپلواکه توګه تایید کړې چې اوس د ټول هېواد انټرنېټي اړیکې پرې شوې دي.
د طالبانو مشرتابه تر اوسه په ښکاره د دې بندیز په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو د بلخ ولایت ویاند حاجي زاهد د جمعې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي و چې دا بندیز د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده په امر «د غیراخلاقي فعالیتونو د مخنیوي» لپاره لګول شوی.
د افغانستان د تلویزیوني چاینلونو خپرونې هم د دې مخابراتي محدودیت له امله ګډوډې شوې دي.
«طلوع نیوز» راپور ورکړی چې د موبایل انټرنېټي خدمتونه بند شوي دي. د طالبانو د سرچینو په وینا، ښايي د موبایل خدمتونه بېرته فعال شي، خو یوازې د ټیټې کچې (۲G) سیګنال سره.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي، خبریالان یې نیولي او پر عامه اعتراضونو یې کلک بندیزونه لګولي دی.
د افغانستان د بشري حقونو د څار بنسټ په وینا افغانستان په نړۍ کې تر ټولو له بدو او سختو بشري ناورینونو سره مخامخ دی، چې د مرستندویو هېوادونو د مرستو د پرې کېدو او له ایران او پاکستانه د ۱.۹ میلیون کډوالو د شړلو له امله نور هم ژور شوی دی. دغه هېواد لا هم د هغې ویجاړونکي زلزلې له د ناورین له پایلو کړېږي چې د روانې میاشتې په پیل کې یې نژدې ۳۰۰۰ کسان ووژل.
د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک پخواني سلاکار طارق فرهادي د دوشنبې په ورځ «CBS News» ته وویل چې د انټرنېټ نه شتون به د افغانستان د خلکو لپاره ویجاړونکي پایلې ولري.
فرهادي زیاته کړه: «د افغانستان د ځوانانو لپاره دا په رښتیا یو بل ګرانه شاتګ دی، که دوام وکړي. دا د انلاین زدهکړو دروازې تړي، د سوداګرو له مشتریانو سره اړیکې سختې زیانمنوي. دا یوه قصدي پرېکړه ده چې ټولنه یوې تیاره نقطې بیولل شي.»
تر څو چې دا ویده، تش په نوم باتور او مجاهد ملت ویښ نشي او پخله د ځان پوښتنه ونکړي هیڅوک هم ددوی مرستې ته تیار ندي. که تاسو دا فکر کوئ اوس به بابا غوښې ډوډۍ راوړي نو ومو نه لیدل. تاسو یو اوبل ته ګورئ او امید لرئ چې بیا به امریکا یا کوم بل زبرځواک تاسو سره مرسته وکړي نو بیغمه شئ. ظالمانو په تاسو یې کومې لوبې ونکړې دې ته خوشحاله یاست چې امنیت دی او هر ځای تللی شئ خو دا فکر مو ندی کړې چې امنیت خراب کړی چا ؤ او ځینو دا فکر کاوه چې که کار نوي نو د کورنۍ غړي خارج نه پیسې رالیږي مګر د انترنیت بنیدل مو د هغې نه هم بیغمه کوي. ددې ناسور او سرطان چې تاسو خپله علاج ونکړئ د بل ځای ډاکټر نه درځي. نوره مو خپله خوښه.