جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیلوي

ایران د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوهم پړاو پیلوي

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ) ‏د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي، راتلونکو ورځو کې به له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی له دې اقدام یې موخه د ایران کاري ځواک ته د کاري فرصتونو بېرته ورګرځول او ښوونځیو کې د زده‌کوونکو تراکم کمښت دی.

معتمدیان زیاتوي د ایران حکومت د دې سیاست عملي کولو لپاره جدي اراده لري.

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران دولت روان کال د دوه میلیونه افغان کډوالو د سرشمېرنې اسناد هم باطل کړي دي.

خو ایراني کارپوهانو بیا د ایران د دې اقدام د منفي پایلو خبرداری ورکړی.

دوی ویلي چې، د افغان کډوالو ایستل به د کاري ځواک کمښت، د ځینو صنعتونو فعالیت کې اختلال او حتی د یو شمېر فابریکو د فلج کېدو لامل شي.

د یادونې ده، چې ایران تېرو څو میاشتو کې تر یو میلیون زیات افغان کډوال هېواد ته په راستنولو اړ کړي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب