Homeخبرونهاقتصادي خبرونههرات کې لسو نوو تولیدي شرکتونه فعالیت پیل کړ

هرات کې لسو نوو تولیدي شرکتونه فعالیت پیل کړ

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ) د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ۱۰ نوي تولیدي شرکتونو پرانیستل شول او فعالیت یې پيل کړ.

هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، دغه شرکتونو نن نن (سه شنبه، د سپتمبر لومړۍ) فعالیت پيل کړ.

د یاد ریاست رئیس شیخ اسلام جار زیاتوی چې دغه شرکتونه کولی شي سلګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي او په پایله کې به سلګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو وژغورل شي.

اسلام‌جار وايي چې په هرات کې د صنعت وده نه یوازې د دې ولایت لپاره، بلکې د هېواد لپاره هم د هیلو سرچینه ده.

په ورته وخت کې، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر مولوي احمدالله زاهد هرات په ملي کچه د تولید په برخه کې غوره وباله او ټینګار یې وکړ چې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کول یوازې د کورني صنعت د ودې او ځان بسیاینې له لارې ممکن دي.

د مالوماتو له مخې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د فعالو فابریکو شمېر له ۱۲۰ څخه ۱۱۷۰ فابریکو ته لوړ شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...