Homeخبرونهد تورخم دروازه بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

د تورخم دروازه بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه

تاند ( سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ) ننګرهار کې د طالبانو د ولایت اړوند رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د تورخم دروازې د خلاصېدو خبر ورکړی دی.

خبرپاڼه کاږي، چې یاده دروازه نن سهار اووه بجې د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه دروازه پرون دوشنبه پاکستاني لوري ته د انټرنیټي ستونزو له امله د مسافرو پرمخ تړل شوې وه.

دغه دروازه اوسمهال خلاصه او هېڅ راز ستونزه نشته.
پرون هم د کډوالو پرمخ د تورخم دروازه خلاصه وه ، خو یوازې د قانوني تلونکو مسافرو پرمخ تړل شوې وه.

تورخم دروازه له کلونو راهیسې په بیلابیلو بهانو د پاکستاني لوري له خوا تړل کېږي، چې د تړل کېدو پرمهال مسافر له سختو ستونزو سره مخ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...