Homeخبرونهاسیا جام کرکټ سیالیو دوهم پړاو کې نن پاکستان او سریلانکا لوبه...

اسیا جام کرکټ سیالیو دوهم پړاو کې نن پاکستان او سریلانکا لوبه لري

تاند( سه شنبه د تلې – میزان لومړۍ) د آسیا جام په دوهم پړاو ( سوپر فور ) کې نن ماښام د پاکستان کرکټ ملي لوبډله او سریلانکا د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دواړه لوبډلو په دوهم پړاو کې خپلې لومړنۍ لوبې بایللې دي.

پاکستان وړمه شپه هند ته په یوه په زړه پورې لوبه کې سخته ماته ومنله خو، سریلانکا بیا دوه ورځې وړاندې بنګله دېش ته ماتې منلې ده.

د روان پړاو دوه نورې ګټونکې لوبډلې هند او بنګله دېش بیا په راتلونکې لوبه کې سره مخامخ دي.

افغانستان هم د دې سیالیو ګډونواله لوبډله وه خو، په لومړي پړاو کې له لوبو بهر شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...