تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان لومړۍ) بلخ ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکي وایي، نن سهار د مزارشریف ښار یوه سوداګریز مارکیټ کې اورلګېدلی.
د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمدعیسی وثیق ویلي، اور په تمیوریان مارکیټ کې لګېدلی،خو په خبره یې د اطفایي په وخت اقدام سره مهار شوی دی.
د وثیق په خبره، یاده پېښه ځاني زیان نه لري خو ځینو هټۍوالو ته مالي زیانونه اوښتي، چې تر څېړنو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.
تر اوسه د دې اور د لګېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.