جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهیوه ماشوم د کام اییر الوتکې په څرخونو کې ځان ډیلي ته...

یوه ماشوم د کام اییر الوتکې په څرخونو کې ځان ډیلي ته ورساوه

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د هند د نوي ډیلي هوايي ډګر چارواکي نن (دوشنبې) وویل، یو ۱۳ کلن افغان هلک، چې په کوم چل ځان د الوتکې لینډینګ ګیر (د څرخو ځای) خونې ته رسولی و، له کابل څخه ډیلي ته ورسېد.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۱۱ بجې راپور شوه، کله چې د کام ایر RQ-4401 شمېرې الوتکه له دوو ساعتونو سفر وروسته د اندیرا ګاندي نړیوال هوایي ډګر (IGI) ته ورسېده. سرچینو وویل، دا ماشوم بیا هماغه ورځ په هماغه الوتکه کې بېرته افغانستان ته واستول شو.

په هوايي ډګر کې د الوتکې له کښېناستو وروسته د الوتکې عملې د هوايي ډګر د امنیت کنټرول خونې ته خبر ورکړ. چې د الوتکې څنګ ته یو ماشوم ګرځي.

دغه هلک، چې د کندوز ښار اوسېدونکی دی، د الوتکې د کارکوونکو له خوا ونیول شو او د مرکزي صنعتي امنیتي ځواک (CISF) کارکوونکو ته وسپارل شو، چې بیا یې د پوښتنو لپاره د هوایي ډګر درېیم ترمینل ته یووړ.

هغه چارواکو ته ویلي چې د کابل هوایي ډګر ته په پټه ننوت او په یو ډول وتوانېد د الوتکې د شا مرکزي لینډینګ ګیر خونې ته ځان ورسوي. هغه زیاته کړه چې دا کار یې یوازې د «کنجکاوۍ» له مخې کړی.

له پلټنو وروسته، افغان هلک بېرته په هماغهې الوتکه کې واستول شو چې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې له ډېلي څخه والوته.

د کام ایر امنیتي مسوولانو د لینډینګ ګیر خونه وپلټله او یو کوچنی سور رنګه سپیکر یې وموند، چې ګومان کېږي دغه هلک له ځان سره وړی و.

د الوتکې له بشپړې پلټنې او د احتمالي ورانکارو اقداماتو په اړه له پوره ډاډ وروسته، الوتکه «خوندي» اعلان شوه.

2 COMMENTS

  1. فکر نکوم چی افغانان دې دنیا ته د راتګ حق ولری، ځکه چي نه د شیطان عقل دې ته رسیږي چي دا وکړي او نه يي منطق مني چي دا وکړي، خو د دې ماشوم پام دې شریر عمل شوی.
    نړۍ ملامته نده چي افغانان په ډله ایز ډٙول له خپلي خاوري شړي؟
    دا ماشوم له کندوزه کابل ته څنګه رسیدلی، او په کابل کی بله ساعت تیری او بله کنجکاوی نه وه چي دې شیطاني عمل ته یی لاس واچول؟

  2. البته فزیکی او بیولوژیکی قواعد اصلاُ دا نه منی چی یو انسان د یوې الوتکی پر څرخونو ناست او د لوړی ارتفاع، فشار، سرعت، یخنی، لوړ ږغ او نورو ممانعتونو سره سره دومره لیری سفر تر سره کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب