تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۱ مه) د پاکستان پوځ ډیورند کرښې ته څېرمه په تیرا کې په ملکي وګړو له بمبارۍ سره هممهاله د تورخم دورازه بنده کړې ده.
په تورخم کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کمېشنرۍ سرچینو نن (دوشنبې) رسنیو ته وویل چې دا لار د پاکستان له لوري په نامعلوم علت د خلکو د تګ راتګ پرمخ بنده شوې ده.
له بلې خوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر هم تایید کړه چې د تورخم لاره بنده شوې ده.
د دغه دفتر مسوول قریشي بدلون رسنیو ته وویل چې د تورخم لارې د بندېدو د علت په اړه معلومات نه لري. خو هغه له هغو کسانو چې غواړي له دې لارې پېښور ته لاړ شي، وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پورې تورخم ته لاړ نه شي.
پاکستان هر څه موده وروسته د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او انګوراډې لارې په بېلابېلو پلمو بندوي.
د تورخم لار نن په داسي وخت کې بنده شوې چې پاکستاني الوتکو په تیرا کې د بمبارۍ په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په شمول لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني الوتکو پر ملکیانو هوایي برید کړی، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۲۴ کسان وژلي – تاند