تاند (دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۱مه) پاکستاني جیټ الوتکو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د کوزې پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیراه کې د ملکي وګړو پر کورونو برید کړی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د دغه برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي دي.
ځايي خلک وايي، دا برید پاکستاني جیب الوتکو د خیبر ولسوالۍ د تیراه په شاډله سیمه کې پر استوګنیزو کورونو کړی دی.
دوی زیاتوي په دغه برید کې پنځه کورونه په بشپړ ډول له منځه تلللي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر نور ټپیان هم شوي.
تر اوسه د دغه برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي شریک شوي؛ خو ځايي خلک وايي، لا هم مرستندویان له خاورو لاندې د خلکو پر ایستلو بوخت دي او ښايي د مړو او ټپیانو شمېر کې زیاتوالی راشي.
داچې د کوزې پښتونخوا په ملکي وګړو او کورونو پاکستاني مذدور فاحش دولت حمله کړې او عادی انسانان یې وژلي دي نو مونږ یې په کلکو الفا ظو غندو ، زمونږ نه په زور جلا شوي پښتانه همیشه د پاکستاني ترور څخه نا ارامه ژوند او قربانی ورکوی ! د کابل له ګوډاګي جاهلاو فاشست سرفرست دولت څخه زما هیله نشته چې د کوزو پښتنو له حاله ځان خبر او سیاسی حرکت و کړي !!
که چرته دکابل ګوډاګې دومره خرمرګې چی په افغانستان کې وکړه په پنجاب کې وکړې بيابه په ټوله منتقه کې ارامي راشې او پنجاب ته به هم خپل سرحد معلوم شې چې د اټک بلې غاړې ته ده.