Homeخبرونهباجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند مشر حاجي میراعظم خان وژل شوی

باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند مشر حاجي میراعظم خان وژل شوی

تاند (دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۳۱مه)  پاکستاني پولیسو ویلي چې ناپېژانده وسله والو په باجوړ کې د عوامي نشنل ګوند ځايي مشر حاجي میراعظم خان په ډزو وژلی دی.

پولیس وايي، میر اعظم د باجوړ په خزانې موړ سیمه کې پر موټرسایکل خپل کور ته روان و چې، تر برید لاندې راغلی او په ډزو وژل شوی دی.

خو له دغه برید څو ساعته وروسته د داعش خراسان څانګې وسله والې ډلې د دغه هدفي برید پړه منلې.

یادې ډلې ویلي چې باجوړ کې د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر حاجي میراعظم خان د دوی د وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی دی.

د عوامي نشنل ګوند (ANP) یوه مرکزي غړي میاافتخار حسین باجوړ کې د دغه ګوند د ځايي مشر وژل کېدل تایید کړي او وايي، هغه بې ګناه و او له هېچا سره یې شخصي بدي نه درلوده.

هغه نیوکه کړې چې برید د پولیسو حوزې ته څېرمه شوی او باید پولیس د پېښې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...