د افغانستان مشکل ورځ تر بلې بغرنج کیږي ځکه په افغانانو باندې احساسات غلبه لري او د مسایلو حل په احساساتو نه بلکې په تدبیر او فکر حل کیدلې شي.
په کورني بعد کې دا مهمه ده چې افغانان څنګه د یو قانون په چوکاټ کې سره ژوند، کار او سیاست وکړې چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست نه وي. کاذب روایتونه، کاذب غرور او کاذبه تګلاره پخپله که هغه واکمنه ډله د طالبانو ده او که نور کرایه شوې کسان چې د بهرنیانو مداخلو ته زمینه مساعدوي، د افغانانو په ګټه نه ده.
د تیرو څلور کلونو راپدیخوا مو په کراتو یادونه کړې چې طالبانو واکمنه ډله چې نه د اسلام او نه د دنیا د رواج سره د حکومتولې لپاره مناسبه تګلاره لري، یوازې خپل ولس ځپي او زبېښي او د خیالي او کاذب غرور شعارونه ورکوي، نشي کولې چې دوام وکړي او یا د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره د ښو روابطو تعادل وساتلې شي.
اوسنې وضعیت چې د هیواد حاکمه ډله نه ملي او نه نړیوال مشروعیت لري، پخپله راروانو سیمه ایزو او نړیوالو رقابتونو او سیالیو ته زمینه برابروي او افغانان به د دغه رقابتونو قرباني وي.
له بده مرغه نیابتي ډلو ته که هغه د طالبانو حاکمه ډله ده چې د سیمې ځینو هیوادونو او افراطي ډلو سره اړیکې لري، او یا هم نور یو شمیر افغاني مخالف جنګي ګروپونه او په نامه سیاستوال چې په جنګ عقیده لري او د پردو مداخلو او رقابتونو ته خوشالیږي، د یو او بل دروازې د جنګ لپاره ټکوي، د تیرو تاریخي تیروتنو نه عبرت نه دی اخستې.
زمونږ په اند، که وضعیت همداسې دوام وکړي، په ارادي او غیر ارادي توګه سیمه ایز او نړیوال رقابتونو د سیمې او نړۍ د نورو هیوادونو لکه چین، روسیه، امریکا، هند، ایران، سعودي، ترکې او حتی نورو وړو هیوادونو، په افغانستان کې زیاتیږي.
د افغانستان د لارې حل، د سیمې او نړۍ او هم د افغانانو په خپلو منځو کې په رقابتونو او نیابتي جګړو کې نه دی بلکې د افغانانو، سیمې او نړۍ تر منځ د رقابتونو په عوض، په همکارې کې دی.
البته د ډیرو لپاره دا وړاندیز ایډیل نه ښکاري خو متبادل یې رقابتونه او جنګونه دي. ټولې خواوې باید د خپلو کاذبو تګلارو، شعارونو او څرګندونو په عوض د تدبیر په چوکاټ کې د یو معقولې لارې د حل لپاره زمینه مساعده کړي.
م زر ما ټوله زما نه کیږي چې د پیاده نه نیولې تر سر پورې یوازې ملا حاکم وي، مشر یې څوک ونه ویني او حتی په مهمو مسایلو کې لکه د کونړ یا هرات د وروستیو زلزلو غوندې پېښو کې پټ مخې ملا صیب سیمې ته لاړ نشي، خلکو ته تسلیت ورنه کړي او یا نورو مسایلو کې د ولس نه یې ځان ستر کړې وي.
داسې هم نشي کیدلې چې څلور کاله وشول چې یو پټ مخې مشر، چې نه یې د قانون په چوکاټ کې مسوولیت او موده معلومه وي، هره ورځ د هیواد اقتصادي، سیاسي، او ټولنیزو تهدابونو د ورانولو لپاره فرمانونه صادروي او هره ورځ د خلکو ځپلو او توهینولو لپاره د خلکو په ډیرو شخصي مسایلو کې چې نه دین اجازه ورکوي، نه انساني او افغاني ارزښتونه اجازه ورکوي، مداخله کوي.
داسې وړې هیڅکله نه شړۍ کیږي او پخپله د بهرنیانو اشغال، مداخلو او نیابتي رقابتونو ته زمینه مساعدوي. تیر ځل هم افغانستان ته د امریکا او ناتو تګ مهم علت، د طالبانو د تیرې دورې ناکامو پالیسیو له امله و او اوس هم د دوی ناکامه ملي او نړیواله پالیسې د نورو مداخلو او نیابتي جګړو ته زمینه مساعدوي.
هیڅ افغان او سیاسي حرکت چې د اقغانستان د ملي ګټو پلوې او په خپلو خلکو یې زړه سوځي، هغوي هیڅکله د پردو لاسوهنو او رقابتي او نیابتي جګړو ته نه خوشالیږي او نه ورته چکچکې وهي.
البته د سیمې او نړۍ د هیوادونو سره دوه اړخیزه روابط د یو مشروع او قانونمند حکومت او نظام حق دی چې د خپلو ګټو په رڼا کې ولري یا خپل ستراتیژیک دوستان او دښمنان وټاکي.
که مشروع او قانونمند حکومت او نظام په یو ملک کې نه وي، په هغه صورت کې د طالبانو د حاکمې واکمنې ډلې او هم د نورو ډلو او افرادو روابط او پټې معاملې استخباراتي معاملې دي چې د افغانانو په ګټه به نه وي او راروانو نیابتي جګړو او رقابتونو ته به زمینه مساعدوي.
زمونږ غوښتنه د ټولو افغانانو، سیمه ایزو او نړیوالو هیوادونه نه دا ده چې په افغانستان کې د نیابتي مداخلو او رقابتونو په عوض، د یو مشروع او قانونمند حکومت د جوړیدو لپاره زمینه مساعده کړي چې ولس رول ولري. په هغه صورت کې افغانستان به نه افغانانو ته، نه د سیمې هیوادونو ته او نه به هم نړیوالو نورو سیمو ته خطر وي. که نه د افغانستان موجوده حالت په دوام کې ټول تاوان کوي. نه امریکا ته د بګرام نیول څه ګټه لري او نه مخالفین کولې شي چې د سیمې او نړۍ تر منځ سیاسي تعادل وساتلې شي.
شاه محمود میاخیل
د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو مسوول
وایی له پردی زوی څخه خپله لور ښه ده
خو دلته لور ته یو شمېر نامعلوم اخندان غاښونه چیچی. په هرحال ګاونډی ، سیمه ایزه او فرامنطقه ای په شمول دڼړیوالې ټولنې موږ ته هیڅ نشی کولی تر څو موږ د خپلو ستونزو دحل لاره همه شمول نه بلکې ترڅو په همه قبول کې په سالمو تدابیرو کې پیدانه کړو چې دغه پروسه هر اړخیزه ستراتیژیکه پوهاوی غواړی .
له بده مرغه ! یوتیوبران ، په نوم ڼړېوال کار پوهان پاو او چارک سیاستوال برګ اتڼ ملایان چې له حکومتولی سره بالکل نابلد دی د معاملې او مقابلې په توپیر کې ورک دی.
دلته دملا شاهانو بخیلی هیڅ قالب کې برابر نه راځی دترمپ خبره که معاله نه وی نو جواب یې په دېپلو ماتیکو ترمینالوژی کې ډیر اسانه دی!
خبره راته ناشوني ښکاری ځکه ټرمپ هر څه وایی خو کانګریس او نړیوال ملګری ورسره نه مني ځکه د نړیوال په حضور کې امریکا له اوسني نظام سره توافق نامه وکړه ځکه د ټرمپ خبرو په اړه چین او روسیه هم غبرګون ښودلی د اوسني نظام نظامي او سیاسي چارواکو هم کچیری امریکا برید کوی نو مطلب دا چې د عاصم منیر تګ دوځلی امریکا بی څه نه وو مطلب (زیر کاسه نیم کاسه است)
بله دا چې پاکستان پخپله اوس له ځینو کړاونو سره لاس او ګریوان ده یو طرف عمران خان ډله ده ، منظور پښتون ده په نظامی برخه کې بلوڅ لیبریشن ده او تحریک طالبان دی چې نظامیان تر هدف لاندې نیسی
خو کچیری دوی امریکا سره مرسته کوی مطلب دا چې د افغانستان اوسني نظام به هم د پاکستان په وړاندی لاس تر زنی نه کیني
هر عکس العمل ، ځواب لری خو افغانان نظامي وړتیا نلری که چین مرسته نکوی نو ایران او روسییه د ځان لپاره هم مرسته کولی شي