جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه بلجیم کې یو افغان د ۳ تنو د وژلو په تور...

په بلجیم کې یو افغان د ۳ تنو د وژلو په تور ونیول شو

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان لومړۍ) د بلجیم پولیس یو افغان، چې ۴۷ کلن دی، د خپلې پخوانۍ مېرمنې او دوو نورو کسانو د وژلو په تور نیولی دی. دغه سړی د یکشنبې په ورځ، څو ورځې وروسته له هغه ونیول شو چې د کورني تاوتریخوالي په جرم محکوم شوی و.

 قربانیان یوه ۴۳ کلنه ښځه او دوه سړي (۴۵ او ۶۷ کلن) دي چې د چړې په ګوزارونو وژل شوي دي.

د بلجیم د چارواکو په وینا، پولیس د کورني تاوتریخوالي د یوې پېښې په اړه له خبرېدو وروسته، غرمه مهال سیمې ته ورسېدل.

نیول شوی کس تورن دی چې لومړی یې یو ۴۵ کلن سړی ـ چې د کورنۍ له پېژندویو کسانو څخه معرفي شوی ـ وژلی او وروسته یې خپله پخوانۍ مېرمن په بل ځای کې وژلې ده. د همدې ورځې په ماښام یو ۶۷ کلن سړی هم د هغه له خوا وژل شوی دی.

پولیس دا سړی له څو ساعته تعقیب او پلټنو وروسته د ښار د رېلګاډي تمځای ته نژدې، چې د پېښې سیمې ته څېرمه و، ونیوه.

څارنوالۍ تایید کړې چې مشکوک یوه اوونۍ مخکې د کورني تاوتریخوالي په تور په یو کال بند محکوم شوی و، خو د حکم تر صادرېدو وروسته خوشې شوی و.

چارواکي وایي، د دې وژنو د انګېزې د روښانه کېدو لپاره څېړنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب