تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۲مه) د روسیې کامچاتکا ختیځ ساحل ته نږدې زوروره زلزله شوې ده.
د امریکا د ځمک پوهنې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې شدت ۷.۴ ریښتر درجې دی.
د زلزلې مرکز له پیټروپاولوسک – کامچاتسکي ښار شاوخوا ۱۱۱.۷ کیلومتره ختیځ ته او د ځمکې د سطحې له ۳۹ کیلومتره ژور ښودل شوی دی.
تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې او یا احتمالي زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په ورته وخت د جاپان د هوا پېژندنې اداره ویلي چې، ساحلي سیمو ته د سمندر د سطحې د لږ بدلون په اړه خبرتیاوې ورکړل شوې، خو د سونامي یا زیان پېښېدو امکان لږ دی.
د یادونې وړ ده چې د کامچاتکا ټاپوګانې د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۰مه هم پنځه ځله زورورو زلزلو ولړزولې، چې تر ټولو لویه یې ۷.۴ درجې وه.