Homeخبرونهپر پاکستاني‏ پوځیانو برید؛ سوات کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پر پاکستاني‏ پوځیانو برید؛ سوات کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (شنبه د وږي ـ سنبلې ۲۲مه) پاکستاني چارواکو منلې، چې د پښتونخوا سوات سیمه کې د پوځ پر کاروان برید کې ۱۶ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې دې برید کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.

ټي ټي پي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دغه پاکستاني پوځي کاروان یې وسلې او تجهیزات هم ترلاسه کړي دي.

له دې وړاندې هم پاکستاني طالبانو په سوات کې ۱۶ پاکستاني پوځیان وژلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...