Homeخبرونهننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې ۲ تنه مړه او ۷...

ننګرهار کې د دېوال نړېدو پېښه کې ۲ تنه مړه او ۷ نور ژوبل شوي

تاند ( شنبه د وږي – سنبلې ۲۲مه) د ننګرهار ولایت په «چپرهار» ولسوالۍ کې د دېوال نړېدو له امله دوه ماشومان مړه او اووه کسان نور ژوبل شوي دي.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه تېر ماښام د چپرهار ولسوالۍ په «هدیاخېلو» کلي کې شوې ده.

د مسوولانو په وینا چې په پېښه کې د «رحمن الله» په نوم د یوه کس د کورنۍ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: “پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې د رحمن‌الله نومي استوګن د کورنۍ غړي د نوي جوړ شوي دیوال تر څنګ ناست وو. نوموړي دیوال په یوه ورځ کې څو متره لوړ کړی و، چې د همدغې کمزورتیا له امله د ماښام پر مهال راپرېوت.”

طالب مسوولانو دا هم ویلي چې تر پېښې وروسته ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...