Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه تېر زمري میاشت کې افغانستان څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره صادرات...

په تېر زمري میاشت کې افغانستان څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره صادرات کړي

تاند ( شنبه د وږي – سنبلې ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په تېر زمري مياشت کې د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۴٫۹ ميليون ډالر و، چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی په کې راغلی دی.

یادې ادارې نن(شنبه) دا خبر خپور او زیاته کړې ده چې، د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۵٫۶ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې د روان کال په چنګاښ کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ میلیون ډالر و د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د چنګاښ میاشتې په پرتله ۴۰٫۹ ميليون ډالره زیاتوالی ښیي.

له دې سره د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د هېواد د وارداتو ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱٫۱ ميليون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په زمري مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۴٫۵ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی.

سرچینه وایي چې، تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...