تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د اسیاکپ سیالیو په دوام کې نن په بي ګروپ کې د سریلانکا لوبډلې بنګله دېش ته نسبتاً په اسانه ماته ورکړه.
بنګله دېش د ۵ لوبغاړو له بایللو وروسته په ۲۰ اورونو کې ۱۳۹ منډې کړې وې. د دغه ټیم پیلګر لوبغاړي یو په بل پسې بې له دې چې کومه منډه وکړي، وسوځېدل او دې کار ورپسې لوبغاړي مجبوره کړل چې له ډېر احتیاطه کار واخلی. د بنګله دېش لپاره یوازې د میډل ارډر لوبغاړو شمیم حسن او جاکر علي ښه بیټنګ وکړ. دواړو په ګډه ۸۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېدل.
سریلانکا دا سیالي پد ۳۲ توپونو په توپیر او ۶ ویکټونو وګټله.
د سریلانکا یو پیلګر لوبغاړی ژر وسوځېد خو بل (پاتون نیسانکا) ۵۰ جوړې کړې. کامل میشرا هم د سریلانکا لپاره ښه بیټنګ وکړ خو نور ژر وسوځېدل.
تر دې وړاندې (د پنجشنبې په ورځ) بنګله دېش د ۱۴ منډو په توپیر هانګ کانګ ته ماته ورکړې وه او پرون پاکستان له عمان څخه د ۹۳ منډو په توپیر سیالي ګټلې وه.
سبا به د هند او پاکستان لوبډلې مخامخ شي. په اې ګروپ کې یوازې همدا دوه لوبډلې تر ټولو غښتلي دي او سر له اوسه څرګنده ده چې بل پړاو ته وځي. خو په بي ګروپ کې اصلي سیالي د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش ترمنځ ده. د افغانستان بله سیالي به د سپټمبر په ۱۶ نېټه له بنګله دې سره وي.