تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین کونړ، ننګرهار او لغمان کې د مرګونې زلزلې له امله ژوره خواشیني څرګنده کړه او افغان ملت ته یې تسلیت وړاندې کړ.
پښتین پر ټولو لر او بر افغانانو، بهرمېشتو او د پي ټي ایم پر غړیو غږ کړی، چې له هرې ممکنې لارې د زلزله ځپلیو ملاتړ، لاسنیوی او مرسته وکړي.
نوموړی وايي، په ځانګړې توګه بهرمېشتي افغانان دې نړیوالو بشري ادارو ته لیکونه ولیکي څو د انساني بنسټونو پر اساس دې سیمو او ځپلي ولس سره مرستې وشي.
پښتین زیاته کړې، چې په داسې یوه سخته او غمجنه ورځ هم «پنجابي واکداران» د پاکستان له بېلابېلو سیمو او پښتونخوا د «بر وطن» ولسونه د ټولو اصولو خلاف وباسي.
پښتین وايي، «پنجابی ریاست د اسلامي، انساني او اخلاقي حیا هېڅ احساس نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د تېرې شپې مرګونې زلزلې له امله ۸۰۰ کسان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
تاته خودې خدای پاک ډير عمر درکړي سنډاخان او هغه بل خان ورسره نور دي درته سپيلني شي دلراوبر دپاچهي لايق ښاغلي ځوانه !