تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۰ مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې د زلزلهځپلو د بیړنۍ مرستې لپاره ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او که اړتیا وي دا مرسته به نوره هم زیاته شي.
هغه په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۲۵۰۰ زیات نور ټپیان دي.
د مجاهد په وینا، د طالبانو حکومت د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزیر محمد یونس آخوندزاده، په مشرۍ یو کمیسیون جوړ کړی چې د زلزلهځپلو د ستونزو د حل چارې پر مخ یوسي. په دې کمیسیون کې یو شمېر وزیران او د ځینو ادارو استازي هم ګډون لري.
سره له دې، هغه ټینګار وکړ چې لا هم ځینو زلزلهځپلو ولایتونو ته د ژغورنې ټیمونه نه دي رسېدلي او کېدای شي د قربانیانو شمېر زیات شي.
د طالبانو حکومت دا هم ویلي چې د مځکې د ښوییدو له کبله ځینې سړکونه بند کړي دي او هڅې روانې دي څو له هوايي لارو مرستې اغېزمنو سیمو ته ورسول شي.
په افغانستان ډېری وروستۍ زلزلې چې مرکز یې د مځکې له سطحې ډېر لاندې نه و، مرګونې وې.
دلته د هغو لویو زلزلو لېست وړاندې کېږي چې په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې شوې دي:
۲۰۲۵ اګست ۲۰: ۶.۰ درجې زلزلې د کونړ ختیځ ولایت ولړزاوه، تر ۸۰۰ زیات کسان یې ووژل او تر ۲۰۰۰ زیات یې ټپیان کړل او سلګونه کورونه او ودانۍ یې ورانې کړې.
۲۰۲۳:د اکتوبر ۷: ۶.۳ درجې زلزلې او پرلهپسې ټکانونو په هرات ولایت کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان ووژل او تر ۹۰۰۰ زیات یې ټپیان کړل. دا زلزله په وروستیو کلونو کې د هېواد تر ټولو له خونړۍ پېښو څخه وه.
۲۰۲۳ د مارج ۲۱: ۶.۵ درجې زلزلې بدخشان ولایت ولړزاوه، چې لږ تر لږه ۱۳ کسان یې په افغانستان او پاکستان کې ووژل شول.
۲۰۲۲د سپټمبر ۵: لږ تر لږه ۸ کسان په کونړ ولایت کې د زلزلې له امله ووژل شول او لسګونه کورونه ونړېدل.
۲۰۲۲ جون ۲۲: یوه کمعمقه، ۶.۱ درجې زلزله په پکتیکا، پکتیا، خوست او ننګرهار ولایتونو کې وشوه چې لږ تر لږه ۱۰۳۶ کسان یې ووژل او زرګونه کورونه یې ونړول.
۲۰۲۲جنوري ۱۷: ۵.۹ درجې کمعمقه زلزله په بادغیس ولایت کې لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل.
۲۰۱۵اکتوبر۲۶: ۷.۵ درجې زلزله چې د هېواد په تاریخ کې له سختو زلزلو څخه وه، ۳۹۹ کسان په افغانستان، پاکستان او هندوستان کې ووژل.