جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: د طالبانو د عملیاتو له امله داعش له ډیورنډ فرضي کرښې...

خلیلزاد: د طالبانو د عملیاتو له امله داعش له ډیورنډ فرضي کرښې هاغاړه اوښتي

‏تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۹مه/ افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو د عملیاتو له امله داعش له ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړه اوښتي.

خلیلزاد په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو د عملیاتو په پایله کې داعش ډلې د ډېورنډ کرښې هاغاړي پټنځایونه جوړ کړي چې دا پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت په ګواښ بدلولی شي.

خلیلزاد دغه راز له امریکا غوښتنه کړې چې، پر اسلام اباد فشار راوړي، څو د داعش د مشرانو او جنګیالیو د له منځه وړلو په موخه د دغه ډلې پټنځایونه په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت هم څو څو ځلې پاکستان تورن کړی چې، په بلوچستان او له ډېورنډ فرضي کرښې هاغاړې یې داعش وسله والو ته پټنځایونه ورکړي او دا ډله ازادانه فعالیت کوي.

خو د مالوماتو له مخې د افغانستان ختیځ ولایتونه لا هم یو له هغو سیمو شمېرل کېږي چې، د داعش خراسان ډلې جنګیالي او مشران پکې اوسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب