تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۹مه/د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن د سنبلې په نهمه نېټه، د سالنګونو د لویې لارې د بیا رغونې د روانو کارونو لیدنه وکړه.
نوموړي د د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکتونو هڅې وستایلې.
ملابرادر ټینګار وکړ چې د دې حیاتي لویې لارې پاتې کارونه باید د ژمي تر رارسېدو مخکې د کیفیت په پام کې نیولو سره بشپړ شي.
د طالبانو ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکتونو مسؤلینو ډاډ ورکړ چې د سالنګونو د بیا رغونې پروژه د ټولو کيفي معیارونو په رعایت سره پر مخ ځي او د روان کال کاري پلانونه به د ژمي تر پیل مخکې بشپړ شي.
د معلوماتو له مخې اوسمهال، د جنوبي سالنګ له لسمې تر پنځلسمې ګالرۍ بیا رغونه بشپړه شوې او په ټولیز ډول د جنوبي سالنګ ۵۵ سلنه کارونه مخ ته تللي دي.
مسوولان وایي بشپړې شوې ګالرۍ د ۸۵ سانتيمتره په ضخامت او د ډېرې لوړې کيفيت سره کانکریټ شوې دي. ورسره په یو وخت، د شمالي سالنګ د لویې لارې بیا رغونه هم په چټکۍ روانه ده.