تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیانو او کډوالو د چارو د دفتر د معلوماتو له مخې، د تیر کال د جولای له میاشتې راهیسې تر ۱.۸ میلیونه ډېر غیرقانوني افغان کډوال له ایران څخه وتلي دي.
د ایران د کورنیو چارو وزیر سلاکار او د دغه دفتر مشر نادر یاراحمدي، د یکشنبې په ورځ وویل چې د حکومت د کډوالۍ نوې تګلارې، چې په تېرو دوولسو میاشتو کې معرفي شوې دي، پر دې تمرکز لري چې قانوني اوسېدونکي له ناقانونه کډوالو څخه جلا کړي او د داوطلبانه ستنېدو شرایط برابر کړي.
هغه وویل: «د دې حکومت له پیل څخه د اګست تر ۶مې پورې، ټولټال ۱،۸۳۳،۶۳۶ ناقانونه وګړي له هېواده وتلي دي، چې د هغو له منځه ۱.۲ میلیون کسان یواز سږ کال وتلي دي.»
هغه زیاته کړه چې د دې کسانو تر ۷۰ سلنه زیات له خپلو کورنیو سره یو ځای وتلي دي، او څرګنده یې کړه چې اوسنی سیاست هغو کسانو ته د احتمالي قانوني بېرته ستنېدو اجازه ورکوي چې لازمې وړتیاوې یا کاري فرصتونه ولري.
ایراني چارواکي اټکل کوي چې لږ تر لږه ۸۰۰ زره نور ناقانونه کډوال باید په راتلونکي پړاو کې ووځي څو د زیربناوو او عامه خدمتونو فشار کنټرول شي.
یاراحمدي همداراز د ملي کډوالۍ د قانون پر وړاندې د پرمختګ یادونه وکړه، چې موخه یې د خدمتونو منظمول، د کډوالو لپاره د متمرکز ډیټابیس جوړول او بهرنیانو ته د ځانګړو پېژندپاڼو ورکول دي.