جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو امنیت شورا په سپتمبر کې خپله درې میاشتنۍ غونډه...

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سپتمبر کې خپله درې میاشتنۍ غونډه کوي

تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۹مه/ ټاکل شوې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سپتمبر کې خپله درې میاشتنۍ عمومي غونډه ترسره کړي.

د دغې ناستې کره نېټه لا نه ده روښانه شوې، خو ویل کېږي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په اړه هم بحث وشي، او ګډونوال به خپل راپورونه وړاندې کړي.

د یوې خپلواکې تحلیلي ادارې په وینا، د یوناما مشره، روزا اوتونبایوا، د مدني ټولنې استازې او د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر ولکر ترک سره یوځای به په دې غونډه کې راپور ورکړي.

د اوتونبایوا راپور به د سپتمبر په میاشت کې د هغې د ماموریت له پای ته رسېدو دمخه د هغې وروستۍ وینا هم وي.

په دغه ناسته کې د عمومي مشورې وروسته، د نورو جزییاتو په اړه د بحث لپاره خصوصي مشورې هم ټاکل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د امنیت او بشري حقونو مسلو په اړه د بحث لپاره دوره ای عمومي او خصوصي غونډې کوي.

یوناما دنده لري چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د سولې پروسې څارنه وکړي او امنیت شورا ته راپور ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب