جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهسبا د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي

سبا د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي

تاند/یکشنبه د وږي ـ سنبلې ۹مه/ د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) غونډه سبا دوشنبه، د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چین په تیانجین کې پيلېږي.

په دې سرمشریزه کې به د نړۍ له ۲۰ څخه ډېر مشران او د نړیوالو سازمانونو ۱۰ مشران ګډون وکړي او په امنیتي، اقتصادي او کلتوري برخو کې به د څو اړخیزو همکاریو په پیاوړتیا تمرکز وکړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې، هند، پاکستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکیې، بیلاروس، منګولیا، کمبوډیا، ویتنام، مالیزیا، نیپال، مصر مشران او د ملګرو ملتونو، آسیان او د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) عمومي منشيان به په دې سرمشریزه کې د ګډون لپاره چین ته راشي.

د چین د مطبوعاتي مرکز سرچینو لخوا د خپرو شویو رسمي راپورونو له مخې، دا سرمشریزه به په “تیانجین کې د شانګهای روحیې ساتلو” تر شعار لاندې ترسره او د سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ ضد سیمه‌ییز جوړښت د پیاوړتیا له لارې د ترهګرۍ، افراطیت او بیلتون غوښتنې سره مبارزه به یې د بحث مهم موضوعات وي.

دغه راز به د سوداګرۍ او سوداګریزو همکاریو زیاتوالی چې د زیربنایي پروژو لکه د چین-قرغزستان-ازبکستان د ریل پټلۍ، د انرژۍ دهلیزونو پراختیا، او د اقلیم بدلون او نوي‌کېدونکي انرژۍ په اړه ګډ اقدام باندې تمرکز کوي، په بېلابېلو پنلونو کې پرې بحث وشي.

همدارنګه کلتوري تبادلې او د زده‌کړې او ګرځندوی پروګرامونو له لارې د خلکو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا د سرمشریزې له اهدافو څخه دي، چې چین پرې ټینګار کوي.

ویل کېږي په تیانجین کې د ۲۰۲۵ کال د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه نه یوازې د خپلې بې‌ساري پيمانې لپاره (د ۳۰۰۰ ژورنالستانو او له ۲۰ څخه زیاتو نړیوالو مشرانو په ګډون) د پام وړ ده ، بلکې د نړیوالو ننګونو په وړاندې د څو اړخیزیزم د پیاوړتیا لپاره د ګډې هڅې سمبول هم بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب