تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) چین په تیانجین ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشرې ته د نړۍ تر ۲۰ زیاتو هېوادونو مشران مېلمانه کړي دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، او د هند صدراعظم نریندرا مودي، له هغو مشرانو څخه دي چې بندري ښار تیانجین ته له رسیدو وروسته یې د چین د ولسمشر شي جینپینګ تود هرکلی وکړ. د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیریش، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، هم په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره تیانجین ته تللی دی.
خو د مخکیني اټکل خلاف د افغانستان د طالبانو د حکومت کوم چارواکي ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
شي جینپینګ او نریندرا مودي د یکشنبې په ورځ د دې ناستې په څنډه کې سره ولیدل او ویې ویل چې له کلونو- کلونو ترینګلتیاوو وروسته د دوی ترمنځ اعتماد لا پیاوړی شوی دی.
ښاغلي مودي په یوه ویدیو کې چې په ایکسپاڼه کې خپره شوې، وویل چې هند د «متقابل اعتماد، درناوي او حساسیت» پر بنسټ د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دی. ښاغلي شي هم وویل چې چین او هند د یو بل شریکان دي، نه سیالان.
دا د ښاغلي مودي لومړنی سفر دی چې په اوو کلونو کې یې چین ته کوي.
هند او چین، چې دواړه د نړۍ تر ټولو کڼ نفوسه هېوادونه دي، له ډېرو کلونو راهیسي له یو بل سره اختلاف لري او په ځلونو یې په خپل منځ کې سرحدي شخړې کړي دي چې تر ټولو خونړۍ یې په ۲۰۲۰ حال کې وه. خو دوی اوس هڅه کوي چې په ټوله جنوبي اسیا کې خپل نفوذ وساتي او پراخ کړي. له شاوخوا یوه کال راهیسې چې نریندرا مودي له پنځو کلونو وروسته په روسیه کې له شي جینپینګ سره ولیدل، د دواړو هېوادونو اړیکې ښې شوي دي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د هند پر محصولاتو د درنو تعرفو اعلان هند او چین له یو بل سره لا نژدې کېدو ته هڅولي دي. پر هندي توکو تعرفې چې اوس ۵۰ سلنې ته رسېدلې دي، د دې لپاره وضع شوې چې هند د روسیې د تېلو له پېرلو څخه راوګرځي.