دا ډېره روښانه او څرګنده خبره ده چې د یوه نظام او هېواد د خپلواکۍ، داخلي نظم، سرحداتو او اقتصاد د ساتلو او په نړيوالو معادلو کې د مطرح کېدو لپاره له ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې ډېرې مهمې دي.
خو دغه اړیکې باید د معقولیت، برابرۍ او متقابل درناوي پر اساس ولاړې وي او که داسې نه وي نو بیا يې ګټې لنډمهاله او زیانونه يې اوږدمهاله او ان دایمي کېدای شي.
د دې خبرې لنډ بیان پکار دی چې په هماغه اندازه چې افغانستان له ګاونډیانو سره نېکو او ښو اړیکو ته اړتیا لري، ګاونډیان مو هم له افغانستان سره نېکو او دوستانه اړیکو ته اړتیا لري او ګاونډیان دا حقیقت پېژني چې له افغانستان سره يې دوستانه اړیکې په ګټه دي.
که ګاونډی نا امن وي نو خامخا به يې زیان نورو ګاونډیانو ته رسېږي او که امن وي نو نور ګاونډیان به يې هم له شر څخه په امن وي.
دوستي متقابلې ګټې لري او دوښمني بیا متقابل زیانونه لري، د سیمې او نړۍ نږدې تېر او صورت حال تاریخ دا ښيي چې له دښمنیو هېچا ګټه نه ده اخیستې او هېڅوک هم خوندي نشي ترې پاتې کېدای، مګر د امن او دوستانه فضا ګټې عامې وي او د یوې داسې باثمره ونې مثال لري چې هرڅوک يې له سیوري او مېوې استفاده کوي.
هر هېواد د خپلو ګټو لپاره تعریف لري، خپلې ګټې د خپلو تعریفونو په رڼا کې لټوي.
پخوا زموږ ځینو ګاونډیانو د افغانستان په اړه ښه پالیسي نه درلوده، د افغانستان پر سر يې له اشغالګرو سره معاملې کولې، نا امنۍ ته يې لمن وهله خو داسې ګاونډیان هم لرو چې د دې کرښو تر لیکلو يې د افغانستان پر لوري ان یوه ډبره هم نه ده ور توغولې.
د اګست په ۲۰مه په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو شپږم کلنی ډیالوګ په کابل کې ترسره شو.
په دې خبر کې د پام وړ ټکی دا و چې په داسې حال کې چې افغانستان تر اوسه یوازې روسيې له خوا په رسمیت پېژندل شوی نو د چین په شان یوه لوی او په نړیوالو معاملو او تصامیمو کې اغېزمن او مهم هېواد د یوه لوړ پوړي چارواکي سفر او په بهیر کې يې د کمربند او لارې په مهمه پروژه کې د افغانستان د رسمي ګډون بلنه ده..
د چین په شان یو لوی او ستر اقتصادي، نظامي او صنعتي قدرت له خوا افغانستان ته د نړۍ، په تېره بیا د سیمې په کچه په یوه لویه پروژه «یو کمربند یوه لار» کې د شاملېدو وړاندیز باید په نېک پال وګڼل شي او تمه کېږي چې چین کولای شي له نورو ګاونډیانو سره هم د افغانستان د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د کمربند او لارې پروژه چې په ۲۰۱۳ میلادي کال د چین د رهبر په وړاندیز پيل شوې د سیمې ډېری هېوادونه هڅه کوي چې په دې اقتصادي پروژه کې ځانونه شامل کړي او د دې لپاره مختلف دلایل جوړوي تر څو چین ته قناعت ورکړي چې دغه لار د دوی په خاوره کې تېره شي.
هر هغه سیمه چې دغه لار ورڅخه تېريږي نو هلته به مختلف اساسي تاسیسات جوړېږي او د ابادۍ کارونه به کېږي.
دا په دې معنا ده چې د یو کمربند او یوه لار پروژه د سیمې پر امنیت، خلکو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو، اقتصادي ودې، سمندر او وچې له لارې له نړۍ سره پر وصلېدو او نورو مختلفو برخو کې مثبتې او د پام وړ اغيزې درلودلای شي.
نو دې ته په پام سره چې افغانستان په وچه کې بند هېواد دی، اوږدې جګړې يې اقتصاد هم خراب کړی، د ټکنالوژۍ، اقتصاد، تعلیم او نورو برخو کې له نړۍ څخه ډېر وروسته پاتې شوی او په تېره بیا اوس چې تازه له جګړو راوتلی او تر اوسه یوازې د یوه هېواد له خوا په رسمیت پېژندل شوی یعنې په نړیوالو تعاملاتو کې د غږ پورته کولو مرجع نه لري نو دې ټولو ته په پام سره د کمربند او لارې په شان یوې سترې او په نړیواله کچه مطرح اقتصادي پروژه کې د شاملېدو چانس او دعوت يې یو طلايي چانس دی او باید له دې چانس څخه معقوله او د ملي ګټو په رڼا کې استفاده وکړي.