تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د طالبانو د حکومت دفاع وزیر وايي، بې له دې چې د خپل مشر نوم یاد کړي، وویل چې په اسلام کې افراط او تفریط نه شته.
یعقوب مجاهد د اسلام د منځلاریتوب پر تګلاره ټینګار وکړ او ویې ویل:اسلام د اعتدال دین دی، په دې دین کې نه افراط شته او نه تفریط؛ دواړه ناسم دي.
«د اسلام دی چې دی یا اسلامي شریعت دا د اعتدال دین دی او یو منځلاری دین دی، په دې دین کې که څوک د افراط طرف ته ځي هم خطا کېږي او که څوک د تفریط خوا ته ځي هم خطا کېږي، متاسفانه ځیني وختونه ځیني خلک ډېر زیات افراط ته ځي ځینې خلک ډېر زیات تفریط ته ځي دا دین چې دی د اعتدال دین دی نو که څوک په واقعي معنا باندې دې دین ته ژمن واوسیږي، پر دې باندې تګ وکي، هغه منځلاری دی.»
مجاهد له بي بي سي پښتو سره په مرکه کې له پاکستان سره د اړیکو او د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو په اړه هم خبرې کړي.
ده د طالبانو په منځ کې اختلاف په ضمني ډول تایید کړ خو هغه یې د نظرونو توپیر وباله. ښاغلي مجاهد وویل چې په هر کور، هره کورنۍ او هره ټولنه کې د نظرونو توپیر شته، په همدې ډول د طالبانو ترمنځ هم شته خو دی دا توپیرونه اختلاف نه بولي.
د طالبانو دفاع وزیر له پاکستان سره د افغانستان داړیکو په اړه وویل، افغانستان له پاکستان سره کړکېچنو اړیکو ته لېوالتیا نه لري او د دغه وضعیت دوام د دواړو هېوادونو لپاره زیانمن بولي.
«محمد یعقوب مجاهد» د طالبانو د حکومت د بيبيسي له پښتو څانګې سره په مرکه کې ټینګار وکړ:
«موږ هېڅکله نه غواړو چې له پاکستان سره زموږ اړیکې کړکېچنې پاتې شي. موږ باور لرو چې د دغه کړکېچ دوام د دواړو هېوادونو په ګټه نه دی. زموږ هڅه دا ده چې په هره برخه کې له یو بل سره تفاهم ولرو او د ګاونډیانو په توګه د یو بل حقوقو ته درناوی وکړو.»
هغه د اوسني وضعیت په اړه زیاته کړه:
«له بده مرغه، اړیکې لکه د تېر په څېر عادي نه دي. له دې وضعیته خوښ نه یو، موږ اړتیا لرو چې ښې اړیکې ولرو او هره ستونزه چې وي، حللاره ورته پیدا کړو.»
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له کړکېچونو سره مخامخ شوې دي. اسلامآباد طالبان په دې تورنوي چې توندلارو ډلو ته یې پناه ورکړې، خو د طالبانو چارواکو بیا بیا ویلي چې هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد کار واخلي.
په کافرستان ( پاکستان) سوډر زړه مه خوږوه چرګ کم غول یې کم هغه ستا لپاره قبر کیندي د ملاصاحب زویه 😔
یعقوب سم واېې اسلام دعدالت ،برابرې او مساوات او انصاف دین دی خو جهل، نادانې ، سواستتفاده،د اسلام په نوم دروغ او جعل کاری بیا دانسان کار دې.
ایا یعقوب په یوه غوجله کې ددوخرو دساتنې تجربه او پوهه لری؟
کوم معیار دې دبی بی سۍ مرکې ته چمتو کوی وایی څا کېندونکی خپله په څا کې دی.