جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهجرمني له پاکستانه ۲ زره افغانان خپل هیواد ته لېږدوي

جرمني له پاکستانه ۲ زره افغانان خپل هیواد ته لېږدوي

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) جرمني له پاکستان څخه د شاوخوا ۲ زره افغانانو د لېږدولو اجازه ورکړې ده. دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه.

د جزییاتو له مخې، جرمني به هغو افغانانو ته، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله په خطر کې ګڼل شوي، اجازه ورکړي چې د جرمني ته ورشي.

د یوې خصوصي ټلویزیوني شبکې د راپور پر بنسټ، دا پرېکړه له څو میاشتي محدودیت او په جرمني کې د حقوقي دعوو تر ثبتېدو وروسته شوې ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغو افغان وګړو دوسیې په بېلابېلو پړاوونو کې وې او د هغوی د سکرینینګ یا څېړنې بهیر بېرته پيل شوی دی.

اړوند چارواکي په پاکستان کې دي څو د جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه پرمخ یوسي. یوازې هغه افغانان به جرمني ته داخل شي چې یا یې قضیې په محکمو کې بریالۍ شوې وي او یا یې مخکې له دې د جرمني د ننوتلو رسمي اجازه تر لاسه کړې وي.

د دې افغان وګړو لپاره د امنیتي څېړنو ترسره کول لازمي دي، سربېره پر دې د پاکستان له حکومته د وتلو اجازه هم اړینه ده. باید یادونه وشي چې پاکستان افغانانو ته د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې هیواده د وتلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب