جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه بدخشان کې د ۵ اعشاریه ۴ درحې زلزلې ټکانونه احساس شول

په بدخشان کې د ۵ اعشاریه ۴ درحې زلزلې ټکانونه احساس شول

تاند (چهارشنبه، د وږي/ سنبلې ۵ مه) د افغانستان د بدخشان ولایت اشکاشم ولسوالۍ ته نژدې نن مازدیګر یوه زلزله، چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۴ درجې و، شاوخوا سیمې ولړزولې.

د اروپا ـ مدیترانې د زلزلو د څېړنو مرکز (EMSC) په وینا، دا زلزله په ځايي وخت د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې پر ۲۷مه، د چهارشنبې په ورځ، د مازدیګرپه ۵:۲۷ بجې وشوه او مرکز یې تر مځکې شاوخوا ۱۲۵ کیلومتره لاندې و. د دې زلزلې شدت ښايي له دې امله کم احساس شوی وي چې مرکز یې د ځمکې له سطحې ډېر ژورو و.

د زلزلې دقیق شدت، مرکز او ژوروالی ښايي په راتلونکو ساعتونو یا حتا دقیقو کې بدل شي، ځکه زلزله‌پوهان لاهم د معلوماتو د بیاکتنې او د محاسبې د لا دقیقولو په حال کې دي، او ښايي نورې ادارې هم خپل راپور خپور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب