لیکوال: مولانا وحیدالدین خان
ژباړه: رحمت شاه فراز
ژباړه: رحمت شاه فراز
د مصر علامه قرضاوي په خپل کتاب (اسلام او سيکولرزم) کې په خپل ټول زور و توان دا ناکامه هڅه کړې ده، چې دوه خبرې حتما په ثبوت ورسوي. يو دا چې د سيکولرزم معنا او مفهوم لادينيت يا بې ديني دی. دوهم دا چې د سيکولرزم بله هره معنا غلطه ده. پوښتنه دا ده، چې روايتي علما ولې د لامذهبيت په معنا دومره ټينګار کوي؟ ځواب دا دی، چې تر څو چې دوی سیکولرزم په بې ديني معنا نه کړي، تر هغو پورې دوه خبرې نه شي ثابتولی: يو دا چې سيکولرزم هم يوه عقيده او نظريه ده او بله دا چې له دين او مذهب سره په مستقيم تصادم او مخالفت کې ولاړه ده. مثلا تاسو وګورئ، دوی ډيموکراسي هم د «کفري نظام» په حيث معرفي کوي او هېڅکله به يې د عزل او نصب د يوازني عملي ميکانيزم او په ټولنه کې ګفتمان ته د ازادي بښونکې اصل په توګه ياد نه کړي، ځکه په دې ډول بيا دوی نه شي کولی، چې دغه «کفري نظام؟» له خپل «اسلامي نظام؟» سره په ټکر کې ثابت کړي.
د روايتي علماوو بله مغالطه دا ده، چې دوی د سيکولرزم په هکله دا نظر لري، چې سيکولرزم د علم لپاره يوازې دوه سرچينې مني، يو پنځه ګوني حواس او بل انساني عقل؛ او وحي ته د علم د سرچينې په نظر نه ګوري. دا خبره تقي عثماني صاحب هم تکرار کړې ده. خو دوی په دې ځان نه دی پوه کړی، چې سيکولرزم ځکه فقط دوه سرچينې مني، چې د سيکولرزم سروکار په ټوله کې د انسان له ظاهري ژوند او دنيوي مسايلو سره دی. يو انسان خپل باطني ژوند او اخروي مسايل څنګه حل و فصل کوي او له کومو ميکانيزمونو يا علومو استفاده کوي، سيکولرزم هېڅکله دې ډګرونو ته پښی نه دي غځولې او نه يې غځولی شي. د سيکولرزم په هکله اصلي او بنيادي نکته چې ټول روايتي علما يې له پامه غورځوي، دا ده، چې سيکولرزم يوه مذهبي عقيده، نظريه يا فلسفه نه ده، بلکې د دنيوي ژوند په مقابل کې د انسان فطري غبرګون، رويه او برخورد دی. د همدې برخورد لپاره مولانا وحيدالدين خان د «پاليسي» کلمه کارولې ده.
دا هم د روايتي علماوو يوه مغالطه ده، چې سيکولرزم سمدستي په سياسي نظام پورې تړي. خبره دا ده، چې د يوه سياسي نظام له ماتحت نه مخکې زه يو انسان يم. زما ژوند دوه مخونه لري، يو مخ مې دنيا ته دی او بل مخ مې د اخرت په لوري. په دې دواړو مخونو کې زه له ګڼو مسايلو، ننګونو او ستونزو سره مخ کېږم. همدغه مسايل او ننګونې چې دنيوي اړخ ولري او زما په اخرت محوره ژوند پورې تعلق ونه لري، نو زه به حتما يو غبرګون او چلند له ځانه ښيم. پوښتنه دا ده، چې دا غبرګون به څه ډول وي او له کوم ځايه به سرچينه اخلي؟ ځواب دا دی، چې د دې غبرګون فطري او طبيعي بڼه سيکولرزم دی. هر انسان فطرتا يو سيکولر موجود دی. سيکولرزم د انسان د فطرت هغه ځواب دی، چې دی يې د انساني، ټولنيز او دنيوي ژوند سوالونو ته ورکوي.
د انسان دغه غبرګون دومره فطري دی، چې ان په ټول تاريخ کې هېڅ پيغمبر د دغه غبرګون او سيکولري دريځ په خپلولو کې شک او تردد نه محسوس کړی. په راتلونکي ليکنه کې به موږ له قرآن کريم څخه د پنځو پيغمبرانو له ژوند څخه په مستقيم او د ګڼو پيغمبرانو له ژوند څخه په غيرمستقيم ډول دا وښيو، چې هغوی ټول څنګه په هره معامله کې سيکولري دريځ او برخورد ته ژمن وو او هېڅکله يې په دې برخه کې جوړجاړی يا انعطاف نه دی ښودلی. د دې پیغمبرانو مثالونه به په واضح ډول راته دا ثابته کړي، چې د پيغمبرانو اخروي مذهب که اسلام و، نو دنيوي پاليسي يا برخورد يې وچ کلک سيکولرزم و.