Homeخبرونهملي لوبډلې ته د ډګرساتنې روزونکی او فیزیوتراپېسټ وګمارل شول

ملي لوبډلې ته د ډګرساتنې روزونکی او فیزیوتراپېسټ وګمارل شول

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/افغان کرکټ بورډ ویلي، ملي لوبډلې ته یې د ایرلنډ کرکټ لوبډلې پخوانی الراونډر «جان موني» د ډګرساتنې د نوي روزونکي او د استرالیایی «نیرملان تنابالزینګم» یې د نوي فیزیوتراپېسټ یا ډاکټر په توګه وګماره.

کرکټ بورډ نن(چهارشنبه، د اګسټ ۲۷مه) ویلي، دواړه روزونکي اوسمهال د روان تمریناتي کمپ لپاره لوبډلې سره یو ځای شوي دي او راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره به هم د هېواد ملي لوبدلې سره یو ځای وي.

جان موني د ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره د۹۱ نړیوالې سیالۍ ترسره کړې او د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درې نړیوالو جامونو او همدراز د شل اوریزو سیالیو په دوو نړیوالو جامونو کې د دغه هېواد په ګټه لوبېدلی دی.

موني له دې وړاندې په ۲۰۱۸ – ۲۰۱۹ کلونو کې هم د افغانستان ملي لوبډلې د ډګرساتنې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې او همدارنګه په ۲۰۱۹ کال کې د ویسټ انډیز ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونګی هم پاتې شوی دی.

له دې سره نیرملان تنابالازینګم په ۲۰۱۰ کال کې د استرالیا له سیډني پوهنتون څخه د فیزیوتراپۍ په برخه کې د ماسترۍ او په ۲۰۰۸م کال کې له همدې پوهنتون څخه د ورزشي او فزیکي تمریناتو په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړی او د استرالیا د فزیوتراپۍ ادارې او د دعه هېواد فزیوتراپۍ ټولنې فعال غړی هم پاتې شوی دی.

نوموړی د متحده عربي اماراتو او سریلانکا لوبډلې روزونکی هم و.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان او اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ او د ۲۰۲۵م کال اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه پر تمریناتو بوخته ده.

درې اړخیزه لوبلړۍ سبا نه بله ورځ د جمعې په ورځ پیلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...