جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو د وتلو نېټه وغځوي

ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي د افغان کډوالو د وتلو نېټه وغځوي

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د وتلو لپاره د وروستۍ نېټې پای ته رسېدو سره، ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتنه کړې چې دا نیټه وغځوي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او دوی ته په خپله خوښه د راستنېدو لپاره نور وخت ورکړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې پاکستان د شاوخوا ۱.۳ میلیون افغانانو د شړلو لپاره یو نوی پلان پيلوي چې د هویت کارتونه یې نور اعتبار نه لري.

په پاکستان کې د یاد سازمان استازې فیلیپا کینډلر په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې، حکومت باید د هغو زده‌کونکو او کورنیو ځانګړي شرایط په پام کې ونیسي چې له کلونو راهیسې په دې هېواد کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې، په اسلام‌اباد کې یو شمیر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو هم د حکومت دا پریکړه د بشري حقونو سرغړونه بللې او د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له ۱.۲ میلیون څخه ډیر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.

نږدې درې میلیونه لاهم د جبري راستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

دې کار په پاکستان کې د افغان کډوالو د بشري وضعیت او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راپورته کړې دي.دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت اداري ناستې پر مهال ویلي، هڅه کوي له هرې ممکنې لارې راستنو شویو کډوالو ته دایمي سرپنا برابره کړي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې، د ملګرو ملتونو اړوندو ادرو سره یې په ګډه ګاونډیو هېوادونو کې هم د افغان کډوالو یو شمېر ستونزې هوارې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو شمېر ته په کتو مسئولینو ته سپارښتنه کړې، چې د راستنېدونکو د نوې احتمالي جوپې پیل ته چمتووالی ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب