Homeخبرونهد طالبانو روغتیا وزارت وایي؛ تېرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۳...

د طالبانو روغتیا وزارت وایي؛ تېرو شپږو میاشتو کې د نږدې ۴۳ زره روږدو درملنه کړې

تاند/ چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ د طالبانو دعامې روغتیا وزارت وايي چې، د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې د ۴۲ زره ۶۸۳ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

د دغه وزارت ویاند، شرافت زمان په خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې، په دغو کسانو کې ۹۵۷ ښځې هم شاملې دي.

د نوموړي په وینا چې د دغو کسانو د درملنې لپاره شاوخوا ۷۰ روغتونونه ځانګړي شوي او نږدې درې زره روغتیایي کارکوونکي یې په خدمت کې دي.

شرافت زمان ادعا کوي چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوې او په ټول هېواد کې دا ډول کسان راټول شوي دي.

بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم ویلي چې، هره ورځ سلګونه په نشه‌ روږدي نیول کېږي چې ډېر یې تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته روغ سپارل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...