جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد ارغندې په ترافیکي پېښه کې تر اوسه د ۲۶ تنو د...

د ارغندې په ترافیکي پېښه کې تر اوسه د ۲۶ تنو د مړینې خبر ورکړل شوی

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ د افغانستان پر لویو لارو د خونړیو ترافیکي پېښو په دوام، تازه د کابل – کندهار پر لویه لاره په ارغندې سیمه کې ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۲۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه پېښه کې په زیات شمېر سپرلي ژوبل هم دي.
سرچینو ویلي چې دا پېښه نن سهار د ارغندۍ په سیمه کې د ۵۸۰ ډوله موټر د چپه‌کېدو له امله رامنځته شوې، او ښایي د مړو شمېر زیات شي.

دا موټر له سړکه اوښتی او لاندې خوړ ته لوېدلی دی.
خو بل لورته بیا یو شمېر سرچینې د ۲۷ تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي، چې په وینا یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي، او د ځینو ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

تر اوسه په رسمي ډول طالب چارواکو د مرګ ژوبلې په تړاو معلومات نه دي ورکړي.

څو ورځې مخکې هم په هرات کې د دا ډول مسافر وړونکي موټر د چپه‌کېدو له امله ۷۹ کسانو ژوند بایللی و.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

بلخوا د طالبانو حکومت مسوولینو بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري.

عام خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې احتیاط وکړي او له طالبانو غوښتنه کوي چې پر ترانسپورتي شرکتونو نظارت سخت او د ترافیکي پېښو د مخنیوي هڅې دې ګړندۍ کړي.
د هرات د پېښې په تړاو هم طالبانو د هغې پېښې اړوند د ترانسپورتي شرکت مسوولان احضار کړي وو خو وروسته یې پایله شریکه نشوه چې، څه وشول؟

1 COMMENT

  1. د هیر‌وییني بنګي پای لوچانو له لاسه.
    د پای لوچانو ګنده عصر دی، پای لوچ امیر پای لوچ وزير پای لوچ رئیس پای لوچ والي پای لوچ جنرال پای لوچ پاسوال پای لوچ پولیس او…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب