Homeخبرونهپاکستان په ‏ټول پنجاب کې د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب...

پاکستان په ‏ټول پنجاب کې د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداری ورکړی

تاند/چهارشنبه د وږي ـ سنبلې ۵مه/ پاکستان په ټول پنجاب کې د مرګونو سېلابونو له امله د خوندیتوب خبرداري ورکړی دی.

دا خبرداري د شدیدو موسمي ورښتونو سربېره، وروسته له هغې ورکول کېږي، چې هند پاکستان ته دوه ځله خبرداری ورکړ، چې د ډک شویو بندونو اوبه پرې ورخوشې کوي.

پاکستان وايي، هند د تین بند ټولې دروازې پرانیستې دي او د دغه هېواد پنجاب ایالت چې د ۲۴۰ میلیونو وګړو نیمايي یې پکې اوسېږي، تر سختو ګواښونو لاندې دی.

هند د مادهوپور بند د اوبو ورخوشې کولو خبرداری هم ورکړی دی.

د پاکستان ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې تر اوسه سلګونه زرو کسانو ته د خپلو مېنو د تخلیې امر شوی او یو شمېر سیمو کې یې جبري ایستنې هم پیل کړې دي.

یو هندي چارواکي رویټرز ته ویلي، د اوبو د خوشې کولو خبرداري د «انساني خواخوږۍ له مخې» پاکستان سره شریک شوی، ځکه هند هم د سختو بارانونو له امله له ورته ستونزو سره مخ دی.

اپریل کې د پاکستان او هند له درې ورځنۍ جګړې وروسته هند پر پاکستان د خپلو بندونو او سیندنو اوبه وتړلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اوبو وېش تړون وځنډاوه.

د وروستیو معلوماتو له مخې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې له جون راهیسې د ورښتونو او سېلابونو له امله له ۸۰۰ زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ژوبل او بې ځایه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...