په افغانستان کې ۴۶،۷٪ محصلین له هېواده د وتلو لارې لټوي، د بې کارۍ کچه د ۲۵ او ۳۰ سلنې ترمنځ ده، او ۳۹،۷٪ ځوانان د خپلې راتلونکې په اړه ناهیلې دي. له بل پلوه ټولنیزې رسنۍ چې دسیاسي پوهاوي لپاره یوه مهمه وسیله ګرځېدلې یوازې ۱۵،۱٪سلنه ښځېنه یې کاروي.
افغانستان له اوږدو جګړو، سیاسي بې ثباتۍ او اقتصادي بحرانونو سره مخ دی. د دې ټولو ننګونو تر څنګ، ځوان نسل هڅه کوي چې د ټولنیز بدلون او پرمختګ په بهیر کې ونډه واخلي. د ځوانانو سیاسي بیداري په وروستیو کلونو کې د پام وړ ده، خو اقتصادي فشارونه، بېکاري او د سیاسي ګډون محدودې لارې لا هم لوی خنډونه جوړوي.
د Salam Watandar د ۲۰۲۴ سروې له مخې، شاوخوا شپږ په لس ځوانان د خپل راتلونکي په اړه خوشبین دي، خو په لسو کې څلور ځوانان ځوانان ځان ناامیده ګڼي. دغه ارقام څرګندوي چې که څه هم ځوانان د بدلون هیلې لري، خو د بېکارۍ او سیاسي بې باورۍ له امله د ناامیدۍ کچه هم لوړه ده.
د Statista راپور ښيي چې د ځوانانو د بېکارۍ کچه لا لوړه شوې ده. دغه بېکاري په ښارونو او کلیوالو سیمو دواړو کې د ځوانانو پر ژوند منفي اغېز لري. د Democracy International څېړنې ښيي چې ۸۲ سلنه کورني ځوانان او ۷۲ سلنه محصلین بېکاري تر ټولو لویه ستونزه ګڼي.
سربېره پردې، نږدې ۴۶ اعشاریه ۷ سلنه محصلین وايي چې غواړي د زده کړو او کار لپاره له هېواده ووځي
د DataReportal د ۲۰۲۵ شمېرنو له مخې، د ټولنیزو شبکو کاروونکي اوس څلور اعشاریه پنځه میلیونه ته رسېدلي، چې یوازې ۱۵ اعشاریه ۱ سلنه یې ښځې دي. دغه انلاین فضا د ځوانانو د سیاسي پوهاوي، بحثونو او خبرتیا لپاره یو مهم پلیټفارم جوړ شوی، خو په واقعي نړۍ کې یې اغېز لا هم محدود پاتې شوی دی.
که څه هم افغانستان د اقتصادي بحران او سیاسي بې ثباتۍ تر سیوري لاندې دی، ځوانان هڅه کوي چې د زده کړو، تخنیکي مهارتونو او نوښتونو له لارې خپل راتلونکی ښه کړي. دغه هڅې په ځانګړي ډول هغو ځوانانو کې ډېرې دي چې نړیوالو بورسونو او انلاین زده کړو ته لاسرسی لري.
د UNDP او Dawn د ۲۰۲۴ راپورونه ښيي چې د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونه د هېواد پر اقتصادي وده ژور اغېز کوي او هر کال د افغانستان GDP ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان رسوي. دا ستونزه یوازې ښځینه ځوانان نه، بلکې ټول نسل اغېزمن کوي.
د نړیوال بانک د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۰۱ کال کې، د افغانستان د کاري ځواک ۴.۶٪ بېکاره وو، په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې دا شمېره ۴.۶٪ او ۴.۹٪ وه. په ۲۰۰۴ کال کې، د بېکاره کاري ځواک کچه ۴.۵٪ سلنې ته راټیټه شوه، خو په ۲۰۰۵ کال کې دا ۸.۵٪ ته لوړه شوه او له هغې وروسته، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه مخ په زیاتیدو وه.
په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ۱۰ میلیونه کاري ځواک له شمېرې ۸۰۰ زره په بشپړ ډول بې کاره دي.
په ۲۰۲۱م کال اګسټ کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې کاري فرصتونه لا محدود شول او د بې کارۍ کچه پورته لاړه.
د طالبانو حکومت د لږ شمېر اقتصادي او صنعتي سرچینو په درلودو ونه توانېد د بې کارۍ کچه کابو کړي او په ټوله کې د دوی د ځینو تګلارو له امله چې د ښځو او بشري حقونو له پلوه یادېږي لا هم پرې ځېنې بندیزونه پاتې شول. دغه چارې د بې کاره ځوانانو ژوند له سختو ورځو سره مخ کړ. ډېرو ځوانانو په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه. په ایران، پاکستان، عراق او د منځني ختیځ په ځينو هېوادونو کې له کار هاخوا لوی شمېر اوروپا ته هم لاړل. ډېر یې پر لارو له مرګونو پېښو سره هم مخ شول.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوسو اکثریت یې ځوانان جوړوي. د شمېرو له مخې، د دې هېواد شاوخوا ۶۳ سلنه وګړي د ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري، چې دا په خپله یوه لویه پانګه او هم یوه ننګونه ده، خو له بده مرغه، د تېرو څلورو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، بېثباتۍ او ټولنیزو محدودیتونو د ځوانانو وضعیت داسې کړکیچن کړی چې دوی نه یوازې د خپلو استعدادونو او وړتیاوو د ودې لپاره مناسب چاپېریال نه لري، بلکې په ورځني ژوند کې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
ځوانان چې د هېواد راتلونکی دي، خو د دوی اوسني وضعیت ته په کتو، دوی له یوه نازک پړاو څخه تېرېږي. که جدي پاملرنه ورته ونه شي، نو د یوه نسل د ضایع کېدو او د هېواد د لا درانه کړکېچ لامل کېدای شي.