جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي...

اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړل

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه/د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، چې اروپايي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

دا مرستې به د “افغان ماشومانو د کډوالۍ” پروګرام او له ګاونډ هېوادونو څخه راستنېدونکو ماشومانو ته ځانګړې شي.

د یونیسف د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا اداره به په راتلونکو درې کلونو کې جلا شویو ماشومانو ته بېړنۍ پاملرنه چمتو کړي، د اوږدې مودې لپاره به له بیا یوځای کېدو ملاتړ وکړي او ۱۸۰ زره ماشومانو او کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.

یونیسف ټینګار کړی، چې له ۲۰۱۸ کال راپدېخوا د “افغان ماشومانو د کډوالۍ” په پروژه کې د اروپايي ټولنې پانګونه ۳۸ میلیون یورو ته رسېدلې ده.

دا بېړنۍ مرستې په سرحدي لارو کې د کورنیو د ستونزو له اوږدمهاله حل‌لارې سره تړاو لري، چې د ژوندانه په بیا رغولو کې ورسره مرسته وشي.

ویل کیږي، چې یوازې تېر کال له ۱۴ زره جلا شویو ماشومانو سره مرسته شوې ده.

دا مرسته داسې مهال اعلانېږي، چې افغانستان کې د بېوزلۍ له امله زرګونه ماشومان له زده کړو محروم او په شاقه کارونو بوخت دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...