Homeخبرونهتېره میاشت افغانستان ته تر ۲ زره ډېر سیلانیان راغلل

تېره میاشت افغانستان ته تر ۲ زره ډېر سیلانیان راغلل

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه/د طالبانو ‏د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ثبت شویو ارقامو په بنسټ ویلي، په تېره زمري میاشت کې ۲زره ۳۳۷ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.

د یاد ادارې ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.

سرچینه وايي، هېواد ته د راغلو بهرنیو له ډلې ۱۲۸۳ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ تنه نور د هوا له لارې ته راغلي دي.

د دوی له دې ډلې ۲۳۶ تنو د هېواد له لرغونو او تاریخي سیمو لیدنه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مسؤلانو په وار وار د افغانستان ټولو چارو په ځانګړې توګه هېواد ته د بهرنیو وګړو راتګ ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان خوندي دی او ډاډ ورکوي، چې د طالبانو حکومت له قانوني لارې هېواد ته په را داخلېدو د هر چا حقوقو ته پوره ژمنتیا لري.

افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ داسې مهال زیاتېږي، چې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله په زیات شمېر افغانان د وطن پرېښودو لارې لټوي.

دوی وایي:” که وطن ښکلی وي، خو چې روزګار سم نه وي څه به یې کړې.”

خو  طالبان بیا وایي هڅه کوي ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړي او د غیر قانوني مهاجرت مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...