Homeخبرونهبدخشان کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسانو ته مرګ ژوبله...

بدخشان کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۲مه/ د بدخشان کوهستان ولسوالۍ کې ترافیکې پېښې د یوې کورنۍ ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

بدخشان کې د طالبانو د حکومت امنیې قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وايي، پېښه پرون یکشنبه مازدیګر ناوخته د یادې ولسوالۍ اړوند شوپای پل سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه،کله چې یو فلډر  موټر له سړک څخه ووت او چپه شو.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې د یوه څلور کلن ماشوم او مېرمنې په ګډون درې تنه مړه او څلور تنه نور ټپیان دي.

کامګار زیاته کړې، ټپیان دا مهال په روغتون کې دي او د پېښې لامل د سړک خرابوالی دی.

د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې.

په دې وروستیو کې د افغانستان په ولایتونو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې له امله یې خلک سخت اندېښمن شوي.

عام خلک له طالبانو غوښتنه کوي، چې د ټولو هغو عواملو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي، چې له امله یې ترافیکي پېښې زیاتې شوي.

بې لاسه موټرو زیاتوالی، بې احتیاطي،د ترافیکي قوانینو نه مراعت، د ترافیکي اشارو نشتون یا کمښت، خراب سړکونه او د حکومت له لوري بې غوري د پېښو د زیاتوالي لوی لاملونه یادېږي.

تر دې وړاندې سخته او بوږنوونکې پېښه د هرات ولایت وه چې له امله یې ۷۹تنو ژوند بایلود، چې ډېری یې له ایرانه تازه راغلي کډوال وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...