تاند / دوشنبه د وږي – سنبلې ۲مه/ د افغانستان کرېکټ بورډ پرون یکشنبه د ۲۰۲۵ کال اسیا جام او د درې اړخیزو سیالیو لپاره لوبډله په ډاګه کړه، چې پکې له اوږدې مودې وروسته د نوین الحق نوم لیدل کېږي.
کرېکټ بورډ ویلي، د روان ۲۰۲۵ کال د شل اوریز اسیا جام سیالیو لپاره د افغان کرکټ لوبډلې ۲۰ کسیز نوملړ کې یې ۱۷ لوبغاړي په عمومي او ۳ لوبغاړي په احتیاطي نوملړ کې ځای پرځای کړي دي.
په دغه نوملړ کې راشد خان لوبډلمشر ورسره رحمنالله ګربز، ابراهیم ځدران، درویش رسولي، صدیق اتل، کریم جنت، عضمتالله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، محمد اسحاق، شرفالدین اشرف، مجیب ځدران، اللهمحمد غضنفر، نور احمد، نوین الحق، فضلحق فاروقي او فریداحمد ملک شامل دي.
په نوملړ کې د نوین الحق نوم هم لیدل کېږي.
نوین به له اوږدې مودې وروسته یو ځل بیا د لوبډلې برخه وي او د خپلو مینه والو لپاره به مهمو سیالیو کې را څرګند شي.
افغان لوبغاړي نوین الحق له دې وړاندې له پنځوس اوریزو نړیوالو سیالیو څخه تقاعد اخیستی او یوازې په شل اوریز فارمټ کې لوبېږي.
د نوموړي مینه وال هم د نوین راتګ ته خوښ دي او ټولو هیله کړې چې، په را روان آسیا جام کې به توفاني لوبه وکړي.
د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام به د اته لوبډلو په ګډون په متحده اماراتو کې په سپټمبر کې پیل شي.